جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+تکړه شه! ته یې کولی شې

تکړه شه! ته یې کولی شې

کتاب: تکړه شه! ته یې کولی شې

لیکوال: قیصر عباس

ژباړه: رحمت شاه فراز 

دریمه برخه

—————–

سرلوړی ژوند وکړئ

څوک خوبونه نه ویني… او کومې سترګې د خوبونو طواف نه کوي؟ خو یوازې طوافونه ګټه نه لري، خوبونه لیدل هغه وخت ګټه کوي چې پسې ورشو او تعقیب يې کړو. د ځمکې پر مخ د هغو خلکو نومونه پاتې کېږي چې سترګې يې د خوبونو او پښې يې د سترګو په تعقیب کې وي.

د بریا، ښې روغتیا، خوښۍ، ښکلي کور، روغ بدن، ښې دندې، نېک اولاد، رښتینې ملګرتیا، اقتصادي خپلواکۍ او روحي ډاډ خوب څوک نه ویني… څوک دی چې ځان ته کله نا کله د ارامتیا، بریا، ډاډ او د مینې د خوبونو پرتمینه نړۍ نه ودانوي؟ 

خو ډېری خلک پر دې ناسم باور اخته دي چې ((خوبونه خو بس خوبونه دي؛ له خوبونو راویښ شه، ګرانه؛ په خوبونه کې نو څه ایښي دي؟ خوبونه خو یوازې ټپونه درکوي.(( دا ډول جملې مو باوري کوي چې خوب لیدل یو ډېر لوی لېونتوب دی. 

خوب څه ته وايي؟ په ځواب کې يې دا کلمات اورم: ((بې ګټې خبرې، ناشونی فکر، دروغجن تصور، نه ترلاسه کېدونکی، له عقل نه لرې خبرې، تنبلي، بېکاري، بېوسي او بېوزلي.))

خو آیا له خوبونو سره دا کلمات مناسب برېښي؟ که ستاسې په ذهن کې هم د خوبونو په اړه داسې فکرونه وي نو پوه شئ چې تر ننه پورې مو په خوبونو پورې چې کوم کلمات تړلي، هغه ټول ناسم دي. تاسې فرصت لرئ چې له خوبونو سره نوي، ښکلي، تاند او تازه کلمات وتړئ، مثلاً، هیجان، رنګ، خوندور راتلونکی، هیله، جذبه، رڼا، وړتیا، څراغ، هدف او ((مقناطیس)).

((مقناطیس)) څه شی دی؟ زموږ ژوند له دوه ډوله ((مقناطیسونو)) سره مخ وي. د ادارو په ژوند کې هم همدا دوه ډوله ((مقناطیسونه)) وجود لري. یو د تېر مهال ((مقناطیس)): د ستونزو، تېرو ناکامیو، د بېوسۍ د کیسو، د کمزورۍ د شېبو، د بې باورۍ د کړاوونو، د بې اعتمادۍ د یرغلونو او د ناارامتیا د لومو ((مقناطیس)) چې ستاسې د پښو زولنې دي او هېڅ کله مو هم پرمختګ ته نه پرېږدي او له کړوونکي تېر مهال څخه مو راوتو ته نه پرېږدي. 

د ((مقناطیس)) یو بل ډول هم شته دی. د خوبونو ((مقناطیس))، پرلپسې د پرمختګ په لور راکاږونکی، بلونکی، لارښودونکی او د وړتیاوو ډېروونکی ((مقناطیس))؛ د شپې تر ناوخته ویښ ساتونکی او سهار وختي را ویښوونکی، د ستونزو پر وړاندې مقاومت بښونکی. یا په بل عبارت د موخې ((مقناطیس)) چې د خوبونو د رښتیا کولو معجزه در ښکاروي. 

له یوه ځوانه مې وپوښتل: ستا تر ټولو ستر خوب څه شی دی؟ 

((خوب…؟ پرېږده ښاغلیه، په اقتصاد کې مې لیسانس کړی، په کوم بانک کې دنده ترلاسه کړم، بس لویه خبره ده.))
((دنده ولې غواړې؟))
((ترڅو پیسې وګټم.))
((که له کوم ځایه ناڅاپه دومره پیسې په لاس درشي چې ټول ژوند هم پای ته ونه رسېږي، بیا به هم په بانک کې دنده کوې؟))
((نه! دنده… دنده به نو کوم لېونی کوي!))
((بیا؟))
((بیا څه، مزې به کوم.))
په دې خبره يې سترګو ته ور ښکته شوم او ورته ومې ویل: موږ نړۍ ته د مزو لپاره نه یو راغلي، موږ د یو څه کولو لپاره راغلي یو.
په حیرانتیا یې زما مخ ته وکتل.  

تاسو نړۍ ته د څه لپاره راغلي یئ؟

آیا تاسې هم پر دې پوښتنې فکر کولو ته وخت نه لرئ؟

تېرو ورځو کې د بدن ښکلا جیم ته ورغلم، یو ملګری تخته وو سینه کشۍ يې ویستلې. خو په پنځمه سینه کشۍ کې يې انرژي ختمه شوه.

ترې ومې پوښتل: څومره سینه کشۍ ویستلی شې؟
((پنځه… او یا… شاید … لس))

((آیا پنځوس سینه کشۍ ایستلی شې؟))
((څه وايې وروره، دومره زور نو په ما کې چېرته ده؟))
((که له دوو دقیقو ارام وروسته بیا هڅه وکړې، نورې څو سینه کشۍ به وایستلی شې؟))
((ممکن پنځه نورې.))
((او که دوه دقیقې نور ارام وکړې، بیا؟))
((پنځه نورې.))
((او که همداسې لږ ارام…سینه کشۍ، لږ ارام…سینه کشۍ، لږ ارام…سینه کشۍ، لږ ارام…سینه کشۍ، نو آیا تر پنځوسو سینه کشیو رسېدلی شې؟))
((نه … ممکن…)) یوه شېبه تم شو او په ډاډه غږ يې وویل: ((ولې نه، کولی يې شم!))
((نو له پنځو تر پنځوسو پورې د رسېدو راز څه شی دی؟))
له لنډ فکر وروسته يې په داسې انداز کې، ته وا کوم لوی راز يې موندلی وي، وویل: زه خو وایم چې زما غوندې کس لپاره دا یوه معجزه ده، خو اصل راز (ارامتیا) ده.)) 

((نه وروره… اصل راز (لږ آرام) دی… ډېر لږ ارام. د ژوند موخه آرام کول نه، کار کول دي.)) د ملګري پر څېره مې د نوې موندنې حیرانتیا خوره وه.

موږ ټول په خوبونو کې د سترو کارونو پلانونه جوړوو، موږ ټول دا خوب وینو چې له مړینې وروسته هم ژوندي پاتې شو؛ ډېر کله په موږ کې د یو څه کولو مینه سر را پورته کوي او یوې نا ارامتیا تل زموږ دننه اور بل کړی وي. خو په دې سربېره هم ډېری انسانان هغه ژوند نه لري چې خوب يې لیدلی. کله راسره پیسې نه وي او کله بیا زموږ اړیکې تر ګواښ لاندې وي؛ کله مو پر سر د ماتې توره ځوړنده وي او کله مو بیا د برېښنا، ګازو، اوبو او انټرنټ بیلونه وینه را زبېښي؛ کله زموږ دنده په خطر کې وي او کله بیا په خپل احساساتي ژوند کې بې لاس او پښو شو. 

موږ ولې د خپلې خوښې ژوند په تېرولو نه بریالي کېږو؟ هغه څه دي چې موږ نه پرېږدي، هر هغه څه لاسته راوړو چې موږ يې هیله من یو؟ 

ما دا پوښتنه له سلګونو خلکو کړې، هر یوه خپلو خوبونو ته د نه رسېدو درې عمده علتونه خامخا لري، چې دی ولې د خپلو خوبونو له نړۍ دومره لرې پاتې دی؟ او دا چې دی ولې هغه ژوند نه تېروي، چې مستحق يې دی؟ 

هسې خو له ځینو سره د علتونو پنډونه وي چې د هر چا په مخکې يې غوړولي وي. داسې خلک هر چا ته د خپلې بې وسۍ، مظلومیت او بېوزلۍ مناظر انځور کړي وي او د دې خبرې ثابتولو ته یې ملا تړلې وي چې ژوند ورسره څومره ظالمانه لوبه کړې. دا علتونه په اصل کې هغه پلمې وي چې موږ ورته غاړه ایښي وي. او نورو ته هم د دې پلمو د رښتینولۍ ثابتولو بشپړه وړتیا لرو. که څه هم د زړه له ژورو خامخا دا احساس لرو چې موږ هر هغه څه ترلاسه کولی شوی چې موږ يې غوښتونکي وو، که یوازې مو په رښتیني زړه هڅه کړې وای او جرأت مو کړی وای. 

آیا ستاسې زړه دا خبره مني چې تر ټولو لوی ((خنډ)) زموږ خپله وېره ده؟ 

زما ځواب ((هو!)) دی. 

همدا وېره ده چې موږ راپرځوي، وینه را وچوي، ځان درناوی مو له دننه ورستوي، حوصلې مو ځپي او د هدفونو پر وړاندې داسې خیالي غرونه راته دروي چې ترې اوښتل ناشونی را ښکاري. 

وېره د عمل او اقدام وژونکی عنصر دی او همدا وېره مو له ګام اخیستو را ګرځوي، خو که ګام وا نه خلو نو له هغه ځایه مخکې نه شو تلی چې نن پکې ولاړ یو. خو زموږ وېره هغه وخت تښتي چې کله يې پر وړاندې ودرېږو. او هر کله چې یو ځلې له پاخه هوډ سره ورته ودرېږو نو هر هغه څه لاسته راوړلی، هر هغه څه کولی، هر هغه څه کېدلی او هر هغه شی ترلاسه کولی شو چې یو وخت مو يې خوب لیدلی وو.

کله چې له خلکو د هغوی د ناکامۍ علتونه پوښتم، نو له هغوی سره لسګونه ((ښکلي)) علتونه وي. له هغو څخه یو څو يې ستاسو مخې ته ږدم:

((زه ډېر بدرنګه یم؛ زه ډېر چاغ یم؛ ډنګر یم؛ اوږد یم؛ وړوکی یم؛ زوړ یم؛ ماشوم یم؛ زه خو دومره تکړه نه یم؛ زه ډېر کمزوری یم؛ زه خو ناروغ یم؛ زه خو زده کړې نه لرم؛ زه خو له وروسته پاتې طبقې یم؛ زه خو ګنجی یم؛ زه خو ښځه یم؛ ماته خو يې طلاق راکړی؛ زما کور سوځېدلی؛ دنده مې له لاسه وتلې؛ پلار مې نشه کوي؛ کورنۍ راته څه راکړي؟؛ زه خو یوازې یم؛ زما خو ژوند د ماتو او ناکامیو کیسه ده.))

ستاسو نوملړ څه وايي؟ آیا تاسو هم داسې ((درې غوره)) علتونه لرئ چې په خپله  مو هم منلي وي او پر نورو د منلو له وړتیا يې هم برخمن یاستئ؟ آیا تاسو خو به د ورځې لویه برخه پر دې نه تېروئ چې نورو ته دا ثابته کړئ چې تاسو ولې هومره بریالي نه یاستئ، څومره چې باید وای؟

نو آیا دا یوازې پلمې دي؟ آیا ستاسې پلمې څه وزن لري او که یوازې د تېښتې لاره مو ده؟ آیا زړه مو درته دا نه وايي چې ((هر څه ترلاسه کولی شې که په رښتیني زړه او رښتینې مینه، رښتینې هڅه وکړې.)) آیا دا پلمې مو پر وړاندې خنډونه جوړوي او که خبره یوازې دومره ده چې د ګام اخیستو جرأت نه لرئ؟ 

پلمې خو یوازې نورو ته د ښودلو لپاره دي، خو په دې یوازې تاسې پوهېږئ چې دننی حقیقت مو څه دی؟ که جرأت کول غواړئ نو دباندې څه لټوئ، زړورتیا خو دننه وي او د زړورتیا معنا دا ده چې پر زړه لاس کېږدئ او پټ ورته ووايئ ((ګرانه، ته وېرېدلی يې)) ((وېره…))

آیا فکر کوئ چې اصلي دښمن مو همدا ((وېره)) ده؟ 

د ټوکر جوړونې د فابریکې د بازار موندنې په څانګه کې یوه کار کوونکي راته وویل چې کمپنۍ زما د ترفیع پرېکړه وکړه او ويې وویل چې دوه میاشتې ښه زیار وباسه، ترفیع به درکړو، بس ناڅاپه هر څه رانه پاتې شوو. فکر مې وکړ چې که کار راباندې زیات شي، د کار تر بوج لاندې به شم. ورپسې ناروغ شوم او د یوې اونۍ رخصت مې واخیست. د پرمختګ له اورېدو وروسته نږدې وه چې ساه مې ووځي. په کار کې به مې هېڅ زړه نه لګېده. پنځه ورځې مې نور هم رخصت واخیست. له دې وروسته چې کله دفتر ته لاړم، زما پر ځای هغوی بل نفر کېنولی وو. له بریالیتوب څخه د وېرې دا کیسه درته اشنا غوندې نه ښکاري؟

زموږ کلتور موږ نه پرېږدي چې دا ومنو چې وېرېدلي یو. وېره د بې زړه توب نښه ده، نو بیا څنګه خپله وېره څرګندولی شو؟ دوه ډوله وېره د هر انسان په ژوند کې د خنډ رول ترسره کوي. له موږ څخه ځینې له ماتې وېرېږي؛ که مو هڅه وکړه او ماته مو وخوړه بیا؟ دغه ماته خو به مو د خپل ځان او نورو په مخکې سرټیټی کړي! 

ځینې له بریالیتوب څخه هم وېرېږي. د بریا وېره؟ که زه د خپلې کمپنۍ، څانګې یا هېواد مشر شوم نو د لویې ګڼه ګوڼې په مخکې به وینا کوم، له رسنیو سره به مخ کېږم، د ټولو په سترګو کې به یم، پرېکړې به کوم، او نه پوهېږم نور څه او څه؟ آیا زه به يې اداره کړی شم؟ نو آیا موږ د بریالیتوب وېره نه لرو؟

د درې لوېشتو فلمي ستوری ((کوډو)) د فلمونو، ټلویزون او دریځ روح روان دی. څومره ښه خبره يې کړې: زه پر خپلې وېرې برلاسی شوم، مخکې له دې چې وېره پر ما برلاسي شي.

((که فلمي ستوری شوم نو آیا د رسنیو، ګوتڅنډونکو او کامرو مقابله به وکولی شم؟))

((که مشهور شوم نو آیا د خپلو ملګرو له نږدېکت او د کورنۍ له مینې خو به لاسونه ونه وینځم؟))

((که له مور و پلار او نورو خویندو و وروڼو ډېر شتمن شوم او له هغوی ډېر بریالی شوم نو آیا د هغوی په درناوي او عزت کې خو به څه توپیر نه راځي؟))

دا پوښتنې د کوم بریالي انسان په ذهن کې د وېرې تخم نه کري؟ آیا داخلي وېره، د بریا د لارې دېوال ګرځېدلی شي؟ آیا دا ((پټه ناروغي)) د بریا لاره خنثی کولی شي؟ غواړئ له ما يې ځواب واورئ؟ نو زما ځواب دی، «هو!»

وېره که د بریا وي او که د ماتې، حقیقت خو دا دی چې د دې وېرې له امله له موږ نه ډېری خلک د هغه څه کوښښ نه کوي چې موږ يې د کولو وړتیا لرو. هېڅوک هم زموږ د بریالیتوب مخه نه نیسي، بلکې موږ پخپله په خپله لاره کې د خنډ په توګه ولاړ یو. دا خبره «منیر نیازي» په ډېر ښایسته انداز کړې: 

میں خود هوں اپنے آپ کے پیچهے پڑا هوا

ژباړه: ما پخپله په خپل ځان پسې پایڅې را بډ وهلې دي.

ښايي له موږ نه څوک دې خبرې ته غاړه کېنږدي چې وېرېدلی دی، ممکن همدا د خپلې دفاع یوازينۍ لاره وي. په دې ډول زموږ لاشعور زموږ وېرې ته د منلو وړ جامه ور واغوندي او بیا يې زموږ او نورو مخې ته د ((بانې او پلمې)) په نوم وړاندې کوي.

((دا چې زما ونه ټیټه ده، زه ګنجی یم، د غټو شیشو عینکې په سترګو کوم، له همدې امله به یوه نجلۍ هم واده را سره ونه کړي.))

((زه خو یوه عادي ښځه یم، چاغه او بدرنګه، زه هېڅ کله هم په دې نرواکه ټولنه کې په خپله اداره کې د مدیریت مقام ته نه شم رسېدلی.)) او په دې ډول ستاسې دروني نقاد ستاسې غوږونه در ډکوي. 

((زه خو له کلي راغلی یم، نه مې زده کړې دومره دي، نه په انګلیسي سمې خبرې کولی شم، ماته به نو چېرته د ښه معاش دنده پیدا شي؟))

((په کاروبار کې مې ټولې پیسې په اوبو لاهو شوې، اوس به نو څوک باور راباندې کوي؟ ته راته وايې چې یو نوی کاروبار پیل کړم او په دې ډول نورو ته وښایم چې له یو ځل ډېوالي کېدو وروسته هم کاروبار رغولی شو، آیا زما په څېر یو ناکامه انسان دا کار کولی شي؟))

((همداسې نه ده؟))
((نه، بالکل غلط.))

تاسو منفي پروپاګنډ ته غوږ ایښی. خو تاسې رښتیا وايئ. تاسو يې نه شئ کولی ځکه چې تاسو پخپله پر خپل ځان دا منلې چې ((تاسو يې نه شئ کولی.))

وېره مو په ځپلو، ځپلو له هرې خوا وباسي، ټولې وړتیاوې مو زبېښي، یا په بل عبارت د یوې خوا مو هم نه پرېږدي. وېره مو اصلاً هڅې ته نه پرېږدي. خو که هڅه ونه کړو نو له خپله ځایه به مخکې تګ څنګه کوو؟

د یوه روزنیز پروګرام پر مهال یو ښاغلی زما خواته راغی او ويې ویل چې کومې خبرې تاسې کوئ له هغه وروسته خو راته پکار ده چې سمدلاسه کوم پوهنتون ته په اقتصاد کې د ماسټري لپاره نوملیکنه وکړم تر څو خپلو خوبونو ته ورسېږم، خو مخکې مې هم ماسټري پیل کړې وه او ترې وتښتېدم. اوس بیا نه غواړم پوهنتون ته لاړ شم ځکه ماسټري دوه نیم کاله وخت نیسي او تر هغو خو به درې څلوېښت کلن شوی یم.

په ځواب کې مې ورته له دې ټکو پرته بل څه نه لرل: ((که پوهنتون ته لاړ نه شئ او ماسټري هم ونه کړئ، نو هغه وخت به دوه نیم کاله وروسته څو کلن یاستئ؟)) 

که یو، یوڅلوېښت کلن ښاغلی د درې څلوېښت کلنۍ په عمر کې ماسټري وکړي او په خپلو پښو ودرېږي نو که اویا کلن منځنی ژوند ورته په پام کې ونیسو، بیا هم دا ښاغلی د یوه غوره ژوند او ټولنې ته د یو څه د بېرته ورکولو لپاره اوه ویشت کاله په لاس کې لري. 

نو په اصل کې خبره دا ده چې وېرې ته ماتې ورکولی شو، خو یوازې په هغه صورت کې چې کله دا احساس کړو چې د وېرې علت مو دننه دی، نه دباندې. 

زه یوازې دومره غواړم چې: باید یوازې له یوه شي ووېرېږو او د هغه نوم دی، وېره! او زه د وېرې د له منځه وړلو لپاره یوازې یوه لاره لرم: باید ورسره مخ شو. 

کله چې هوډ وکړو چې په ژوند کې مو پلمې هېڅ ځای نه لري، نو په ژوند کې مو د معجزو پېښېدل پیل شي. کله چې ومنو چې بهرني حالات نه، بلکې داخلي وېره د ناروغۍ ريښه ده نو له ټولو ربړو خلاصی ومومو. 

بریا، د خپلې وېرې له بریدونو څخه د اوښتو نوم دی. زه نه پوهېږم چې د خپلې وېرې د له منځه وړو لپاره تاسو کوم منتر یا جادو لرئ او دا منتر مو څومره ګټور دی. خو زه باوري یم چې له خپلې وېرې مو ځان ژغورلی شئ.

د ((تکړه شه! ته يې کولی شې)) لیکلو موخه او هدف ستاسو په داخل کې بدلون ته لاره هوارول او ستاسو باوري کول ده چې خوبونه مو رښتیا کېدی شي. ممکن په خپل ځان مو باور ونه شي. 

په خپل ځان باور کولو ته اړتیا هم نه لرئ. اوس یوازې زما پر دې خبره باور وکړئ چې زه پر تاسې باور لرم، تاسو يې کولی شئ ځکه موږ هر څه کولی شو، په دې شرط چې له خدايي اصولو او د هغه د مخلوق له حقونو سرغړونه ونه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب