د دې لیکنې په لومړۍ برخه کې مو د افهام او تفهیم (Communication) د اهمیت او په دې اړه د شته ستونزو په باره کې ولوستل او دا چې ځيني مشران د خپل مسولیت له منلو انکار کوي او د خپلو ټولو مسولیتونو بار په کشرانو اچوي، دا غلط کار اوس په یوه رواج بدل شوي دي چې مشران يي خپل خداي ورکړي حق بولي او ډیر کشران مو له خپل خداي ورکړي حق څخه خبر نه دي او هغوی چې له خپل حق څخه خبر دي د دې رواجونو په وړاندي د ږغ د پورته کولو زړه نه لري. دا سلسله همداسي دوام کوي او دا کشران چې کله بیا د کورنۍ مشران شي یا به په ژور خپګان اخته شوي وي او یا به له خپلو کشرانو سره همداسي رویه کوي او نور ظالم مشر ان به ترې جوړ شي.
د یادوني وړ ده چې په خویندو او وروڼو کې هغه کسان چې ډیر د مور او پلاره تابعدار او نرم مزاجه وي او هر کار ته حوصله کوي زموږ په ټولنه کې د همدې کورنیو رواجونو له لاسه ډیر زیانمن کیږي خو هغوي چې بي پروا او مسولیت نه منونکي وي نه زیانمن کیږي او تر ټولو غټه ستونزه دا ده چې مشران هم د دې دوهمې ډلې کشرانو ملاتړ کوي او له دي ځایه په ټولنه کې د بي عدالتی بنسټ ایښودل کېږي. زموږ دا بحث د لومړي کتګوري کشرانو (نرم مزاجه) په اړه دي او د دوهمې کتګوري په اړه به په بله لیکنه کې بحث وکړو.
ځیني مشران کشران د مال او شمتني په څیر ګڼي او داسي فکر کوي چې دوی حق لري چې د کشرانو په حق کې- بې له دې چې له هغوی څخه پوښتنه وکړي- هر ډول پریکړه وکړي، د مثال په توګه د راتلونکې ژوند او واده په اړه، د پوهنتون د څانګې د انتخاب په اړه او حتي کله چې وظیفه واخلي د معاش اختیار يې هم له مشرانو سره وي. او داسي مثالونه هم شته چې یو پلار او مور نوي ژوند يي پیل کړي وي، د خپل نوی زیږیدلي ماشوم د نوم ایښودلو حق هم نه لري. د دې ناوړو رواجونو د توجیه کولو له پاره زموږ په ټولنه کې د فشار له مختلفو طریقو څخه کار اخستل کیږي او کشران تر دومره رواني فشار لاندي راولي چې هغوی د خپل ژوند د مهمو پریکړو په اړه هم نظر نه شي ورکولاي. د مثال په توګه ډیر والدین دا متل بیا بیا تکراروي چې مور او پلار هیڅکله د اولاد بدي نه غواړي حال دا چې موږ په ټولنه کې ډیر داسي مثالونه وینو چې دا متل غلط ثابتوي او ډیر داسي والدین مو لیدلي دي چې د خپلو اولادونو ژوند يې تریخ کړي دي او ډیر يي په ژور خپګان اخته کړي دي. دا کسان ژوند کوي خو له ژونده خوند نه شي اخستلاي.
ځیني میندې خپلو بچیو ته وايي چه ما خپلې شیدې نه دي در بخښلي، بعضي پلرونه يي اولاد له جایداد څخه په عاق کولو ګواښي او ځيني بیای ورته وايي چې تر تربرونو پوري دي وشرمولم او د انګرایزانو خبره خپل اولادونه Blackmail کوي. کشران هم دا ډول تحدیدونو جدي نیسي او هر څه ته غاړه ایږدي او په دي ډول د خپل راتلونکې ژوند پر سره معامله کوي.
زموږ په ټولنه کې خلک په ګډ کور کې په اوسیدلو ویاړ کوي او له واده وروسته له هغوی څخه بلیدل هم یو ډول شرم ګڼل کېږي حال دا چې په کور د ننه يي یو له بله زړونه تور وي او یوازي نورو ته د ځان ښودلو له پاره د یوالي مظاهره کوي. هر څومره چې دا ګډ اوسیدل دوام کوي په هماغه اندازه د کورني د غړو تر منځ کینه ډیریږي ځکه دا ګډ اوسیدل د عدالت پر بنیاد نه وي او د کورني د ډیرو غړو حقوق تر پښولاندي کېږي. دا د تربورګلوي سلسه له پیړیو مسلسه را ورانه ده چې تر همکاري پکې سیالي او ازار ډیر دی. ځیني والدین په ډیره هسکه غاړه وايي تر څو چې زه ژوندی یم اولادونه مي ولله که سره بیل شي چې دا د کورني د غړو په حق کې لویه بی انصافي ده. یوه پلار مي ولید چې په ډیر افتخار يي ویل چې ماته د قام په مخ کې د زوی مرګ د یوه غنم ارزښت هم نه لري.
زموږ په ټولنه کې یو بله لویه ستونزه د نژدې او لیري خپلوانو له لوري د کشرانو په ژوند کې حق او ناحق لاسوهنه ده. دوی کوښښ کوي چې په یو ډول نه یو ډول د کورني د غړو تر منځ اختلاف را منځ ته کړي او په خپلو مفتو مشورو د یو کورني ارام ژوند ګډوډ کړي. دا کسان ځانته حق ورکوي چې د یو چا په ټولو شخصي کارونو کې مداخله وکړي او د هر څه په اړه چې يي زړه غواړي پوښتنه وکړي او فکر کوي چې په هر څه کې نظر ورکولای شي.
-زوي دي چې په خارج کې دی پیسې درته رالیږي؟
– نه والله هغه بیچاره تر اوسه خپله قبول نه دي.
– دا خو بیخي بیغیرته دی، کاشکی دي نه واي لیږلي.
یا
دا زوی دې دومره ډیرې پیسې څه کوي، چې ته په دې سن کې هم مجبور يې چې کار وکړي؟
ولې په پښو ګرځي، زوی دې موټر درته نه اخلي؟
دا ډول مشورې او پوښتنې له یوې خوا د کورني مشران تحریکوي او له بلې خوا په کور ناست بیکاره کشران/ځوانان مفت خواره اموخته کوي چې د کورني/ټولنې په اوږو یو بل بوج لویږي.
نور بیا
مننه ښکلې ليکنه دې کړې چې تر اوسه مې تر سترګو بل جای نه ده راغلې او هغه جای دې ګره ولی چې ډيرو ليکوالانو ورته پاملرنه نه ده کړې،او ټولې لیکنې،مقالې..يې په زوړ تاريخ او زړو تکراري خبرو تېر کړ
خو د مشرانو د درناوی او حقوقو دی هیڅ هم ندی لیکلی بل دا چی ټول مشران داسی ندی لکه ته چی وایی