چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: تر اوسه نه پوهیږو چې افغانستان څومره ډاکتران لري

روغتیا وزارت: تر اوسه نه پوهیږو چې افغانستان څومره ډاکتران لري

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۵مه) د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایی، په هېواد کې د ډاکټرانو دقیق شمېر تر اوسه ورته نه دی معلوم.

د دغه وزارت یوه سلاکار ډاکټر احمد شاه شکوهمند ویلي، چې د روغتیا سکتور لپاره یوه جدی ستونزه ده.

د هغه په وینا، د دې تشې د حل لپاره، په هیواد کې د ډاکټرانو د ثبت پروسه پیل شوې او تر دې دمه له ۲۰،۰۰۰ څخه زیات ډاکټران ثبت شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د دقیق شمېر او پلان له موجودیت پرته دولتي او خصوصي پوهنتونونو ټولو په خپلسري ډول ډاکټران د کار بازار ته وړاندې کړي.

ډاکټر شکوهمند دا هم ویلي، چې د روغتیایي سکتور له بېلابېلو فعالیتونو څارنه جدي شوې څو د سرغړونو مخنیوی وشي او د ښو خدمتونو زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال په هیواد کې شاوخوا ۷۰۰ خصوصي روغتونونه فعالیت کوی، خو له ۱۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې روغتونونه جواز نه لري.

1 COMMENT

  1. دی وایی کم ظرفیتی او کار اهل د کار ته نه سپارل. باید چی یو جامع د هیواد په سطح یو مکمل دیتابیس سیستم جوړ شی چی نه تنها د ډاکټرانو بلکه د هر مریض دیتا پکی خوندی وساتل شی. دلته د کافرانو هیواد کی چی یو مریض ډاکټر ته ولاړ ولو چی په هر ولایت کی او هر چی چوی نو ډاکټر یی پخوانی دیتا او د مرض تاریخچه راوباسی چی مریض څه تکلیف درلود. څومره مهمه ده. مونږه مسلمانان ځکه بیرته پاتی یو چی د ډاکټر کار مو هم ملا ته سپارلی نو ملا به په څه پوه شی چی څومره ډاکټران لرو ـ دا د فقهی، کنز او قدری کار ندی او نه هم په حقانیی مدرسې تاسو داسی علم در زده کوی چی پوه شی چی هیواد کی مو څومره ډاکټران دی، څومره انجنییران، ملایان، قاریان، معلمان، خلک زنانه او مردانه ژوند کوی. د ښه اقتصاد د سمون لپاره ضروری ده چی د هیواد نفوس شمیره معلومه وی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب