Homeخبرونهازبکستان: د افغانستان سوله د سیمې د ثبات او امنیت اساسي شرط...

ازبکستان: د افغانستان سوله د سیمې د ثبات او امنیت اساسي شرط دی

تاند (دوشننبه، د عقرب ۱۵مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف د ترکي دولتونو د سازمان په لسمه سرمشریزه کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره په افغانستان کې سوله اساسي شرط دی.

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان په څو توکمیزه سیمه کې د سولې او ارامۍ رامنځته کول، چې له زرګونو کلونو راهیسې د ترکي قومونو له تاریخي او کلتوري اړیکو سره تړاو لري، زموږ په سیمه کې د ستراتیژیک ثبات او امنیت د تامین اصلي شرط دی.”

د هغه په وینا، په نورو هېوادونو کې د جګړو له شدت سره ورځ تربلې افغانستان د نړیوالو له پاملرنې غورځي.

د ازبکستان ولسمشر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ټولنیزو او نورو ستونزو د حل لپاره باید هڅې وشي.

هغه په مشخص ډول نه دي ویلي، چې د سولې او ثبات د تامین او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره په افغانستان کې څه کول په کار دي؟

ازبکستان د طالبانو د واکمن رژیم له نږدې متحدینو څخه دی، چې په وروستیو کې یې ورسره د اورپټلۍ پروژه هم پيل کړې او ولسمشر یې په خپله تازه وینا کې هم د دغې پروژې پر عملي کولو ټینګار وکړ.

د افغانستان وروستني ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې افغانستان نور د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په سر کې ځای نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...