شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ نوې څپه، په مهارولو...

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ نوې څپه، په مهارولو به یې وتوانیږي؟

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۵مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د نا امنۍ نوې او زیاتې شوې پېښې د دغه هېواد د بې ثباته کولو تازه هڅې ګڼلي، خو ادعا یې کړې چې مهار به کړل شي.

پاکستان کې د شنبې او جمعې په ورځ د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، د بلوچستان په ګوادر او د پنجاب په میانوالي ښارونو کې په وسلوالو بریدونو، چاودنو او عملیاتو کې د پوځیانو او وسلوالو په ګډون ټول 34 تنه وژل شوي دي.

پاکستاني وزیر ویلي، چې د دوی ملکي او پوځي ادارې ټولې به د نا امنۍ د نوې څپې پر وړاندې ودریږي او مهار به یې کړي.

هغه نه ده روښانه کړې، چې دا څپه له کوم ځایه را الوتې، څوک یې تر شا دي او دوی به یې څه ډول مهار کړای شي؟

مخکې پاکستان په ورته پېښو افغانستان او هندوستان تورنول، خو په وروستیو کې له داسې ادعاوو ډډه کوي.

د پنجاب په میانوالي کې د برید مسوولیت د تي جي پي په نوم نوې ډلې پر غاړه اخیستی او ویلي، چې دوی د پاکستان د سیستم خلاف جهاد کوي.

1 COMMENT

  1. سوال داده: په دومره لوی استخباراتي او پوځي پرسونل سره سره پداسې متمرکزو برخو ددې ډول برید شونتیا یو بحث ته اړتیا لري؟
    دا داسې معنا ورکوي لکه د حماس نظامیانو چې په اسرایل یوناڅاپي برید وکړ چې هغوی بیا ویلی چې زموږ دومره پیاوړي استخباراتو سره سره دا نظامیان څنګه وتوانیدلی چې د حماس ډله دومره پیاوړي عملیات وکړل چې دا پیښه اوس په پنجاب او نورو سیمو ورته شکونه پیدا کوي؟
    آیا پنجابي پوځ او استخبارات ویده وو، یا دا چې د دوي همکاری ورسره وو ځکه پنجاب دولت وايي چې په ټولو هیوادونو کې دوي استخباراتي حضور لري نو بیا دا ډول برید څرنګه بریالي شو، یا دا چې دا ځل د دوي زوال حتمي شوي او لدې وروسته امریکا او برتانییه او سعودی د تیر په څیر ملاتړ يي نه کوي لازمه بولي چې نور دولت همدې اسلامي تحریک ته پریږدي مګر مهارول باید په اساس وخت کې وشي زما ددې تحریک جهاد پاکستان ډلي څخه غوښتنه ده چې په نړۍ غږ وکړي چې له پنجاب سره نوره مرسته مه کوي چې بیا نشو کولای د تاسو قرض له سود سره درکړو بیا به وايي چې خبر نه وو باید دا اعلان تر آی ایم ایف پوری ورسوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب