Homeخبرونهله ایران سره د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي د ملا برادر...

له ایران سره د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي د ملا برادر خبرې

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۴مه)  پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا له زیاتوالي سره هم مهاله، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره لیدلي او د ایران له لارې یې د افغانستان د وارداتو او صادراتو پر زیاتوالي خبرې ورسره کړې دي.

. د ملا برادر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي او نورو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي ، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان غواړي چې د ایران له لارې خپل صادرات او واردات زیات کړي او په دې برخه کې یې له ایرانه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یوه هیئت په مشرۍ پرون شنبه تهران ته لاړ.

د ملا برادر د سفر په اجنډا کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې نه دي شاملې.

ایران هم د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او وخت په وخت ترې دغو کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

څوک/ اجمل پسرلی

چای / اجمل پسرلی

ګنې/ اجمل ښکلی

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...