Homeخبرونهد ملګرو ملتونو راپور: افغانستان کې د کوکنارو کښت او د کروندګرو...

د ملګرو ملتونو راپور: افغانستان کې د کوکنارو کښت او د کروندګرو عاید دواړه کم شوي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۴مه)د  ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یوه نوي راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د راپور له مخې، له دغه کمښت سره افغان کروندګرو تر یو میلیارد ډالرو زیات تاوان کړی دی.

“UNODC” ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې، په ټول افغانستان کې، د کوکنارو د کښت کچه ١٠ زره او ٨٠٠ هکتار ځمکې ته رسېږي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال له ٢٣٢ زره هکتارو څخه ډیر و.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې دفتر لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د هغو بزګرانو د عاید کچه چې پر سوداګرو یې تریاک پلورل، ۹۲ سلنه کمه شوې ده.

یو شمېر افغان کروندګرو هم وخت په وخت شکایت کړی، چې طالبانو پرې د کوکنارو کرل بند کړي، خو د بدیلو کښتونو تیاری یې ورته نه دی نیولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...