یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کډوالو لویه کمیشنري: پاکستان راته ویلي چې ثبت شوي کډوال نه...

د کډوالو لویه کمیشنري: پاکستان راته ویلي چې ثبت شوي کډوال نه باسي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۴مه) په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ څانګې ویلي، چې پاکستان دوی سره ثبت شوي افغان کډوال نه باسي.

سرچینې په دې اړه له زیاتو جزییاتو پرته ویلي دا خبر نن په خپله رسمي فیسبو‌ک‌پاڼه خپور کړی او ترڅنګ یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دې سند لرونکو ته ډاډ ورکړي چې د دوی د ځورونې سره مخ نه‌دي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري داسې مهال دا خبر ورکوي چې په تېرو پنځو ورځو کې او له هغې وړاندې د هغو افغان کډوالو د نیولو، زنداني کولو او له پاکستانه د اخراج راپورونه خپاره شوي چې دا ډول سندونه یې درلودل.

د پاکستان لخوا د افغان کډوالو په زوره شړل په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو منفي غبرګون سره مخ شوی.

له دې سره بیا هم پاکستان ټینګار لري، چې دافغان کډوالو د اېستو لپاره له خپلې پریکړې نه لاس په سر کیږي.

2 COMMENTS

  1. شيخ نديم او شيخ خالد حنفي د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف والا لا اوس هم د زده کړې د منعې او د مېرمنو د حقوقو سرسخت مخالف دي. مشرتابه يې ذهني او قلبي ناروغ دی. د دوی دښمني د ولس له زده کړې سره ده چې پوهاوی تر لاسه نه کړي او دا ورته له بل ځايه لارښوونه کيږي، نو تور پنجاب خو لا اوس هم برلاسه دی. دوی دې اوس نران شي او ټول ښوونيز بنسټونه دې خلاص کړي او مېرمنو او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. دوی له ځان سره په حکومت له طالب پرته بل څوک ځايولی نه شي او اصلاً پر چا اعتماد نه لري، نو د پنجابي له موږ څنګه سترګه وسوځيږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب