جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران وايي، د افغانستان په همکارۍ یې د اسراییل د حملې پلان...

ایران وايي، د افغانستان په همکارۍ یې د اسراییل د حملې پلان ناکام کړی

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۴مه) ایراني چارواکي وايي چې د افغانستان د طالبانو د امنیتي ځواکونو په مرسته یې د اسراییل د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو دسیسه ناکامه کړې ده.

د ایران ایرنا خبري اژانس نن د خپل هیواد د چارواکو په قول راپور ورکړ چې د طالبانو په استخببارتي همکارۍ یې درې تنه، چې د افغانستان او ایران ترمنځ له غرونو څخه یې پر ایران د بې پېلوټه الوتکو د انتحاري بریدونو نیت درلود، نیولي دي.

د ایران نړیوال تلویزیوني چاینل هم وویل چې د طالبانو او د ایران د استخباراتو وزارت د ګډو عملیاتو په نتیجه کې د ایران په ختیځ کې د اسراییل د استخباراتي ادارې، موساد د بې پېلوټه الوتکو د برید دسیسه ناکامه شوې ده.

دې چاینل همداراز ویلي چې په دې تړاو درې تنه نیول شوي کسان د ایران د تابعیت اسناد لري.

چاینل همداراز وايي چې دې کسانو د افغانستان له پولې په ایران کې د بې پېلوټه الوتکو د حملو پلان درلود.

د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...