یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله پاکستان څخه د افغان کډوالو په شړلو چین ته د ملا...

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په شړلو چین ته د ملا متقي شکایت

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه په کابل کې د چین سفیر ته شکایت کړی.

د متقي دفتر لیکلي: په دې ناسته کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج په تړاو هم خبرې وشوې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین سفیر ته د ساړه ژمي په شروع کې د کډوالو د جبري اخراج، د هغوی د اموالو او نورو حقوقو د نه ورکړې او نورو ګڼو ستونزو په باب توضیحات ورکړل.

سرچینه زیاتوي: د چین سفیر په دغه کتنه کې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه وتوانېږي دغه ستونزه په ښه ډول اواره کړي او په دې اړه یې د خپل هېواد د مرستې ډاډ ورکړی دی.

پاکستان په وروستیو کې د څو میلیونه افغان کډوالو د شړلو اعلان کړی او عملاً یې لسګونه زره کسان شړلي، چې افغانستان ته په ستنیدو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د پاکستان دا عمل غندلی، خو دغه هېواد د خپلې پریکړې په عملي کولو ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب