Homeخبرونهملګري ملتونه: له ایرانه د افغان کډوالو د احتمالي ستنېدو لپاره چمتووالی...

ملګري ملتونه: له ایرانه د افغان کډوالو د احتمالي ستنېدو لپاره چمتووالی نیول کېږي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۶ مه) ملګروملتو اعلان کړی چې د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د کړکېچونو د زیاتېدو له امله له ایران څخه افغانستان ته بېرته ستانه شي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت، یوناما سرپرستې ویلي چې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سازمان د افغانستان په سرحدي لارو کې د مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.

جورجیت ګانیون Georgette Gagnon، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله ده، ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه له څلورو میلیونو څخه د زیاتو افغان کډوالو بېرته ستنېدو یو ډېر ستر او ستونزمن حالت رامنځته کړی دی.

هغې همداراز یادونه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله د تېر کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې تړل شوې ده، او دې موضوع بې له شکه د پولې دواړو غاړو ته پر خلکو او ټولنو بشري او اقتصادي اغېزې لرلې دي.

ګانیون له ټولو لورو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي، د خبرو اترو لاره غوره کړي او د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي.

هغې همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ملګري ملتونه په دوامداره توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کېدو لپاره هڅې کوي.

ګانیون خبرداری ورکړ چې دغه محدودیتونه د افغانستان پر راتلونکي اقتصاد ژورې اغېزې لري. د هغې زیاته کړه:«دا محدودیتونه د هېواد لپاره جدي منفي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې پایلې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...