Homeخبرونهپه پاکستان کې د تېلو شدید کمی، د تېلو بیه او د...

په پاکستان کې د تېلو شدید کمی، د تېلو بیه او د ترانسپورټ کرایې زیاتې شوې

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۶ مه) پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له کبله په پاکستان کې د تېلو د وارداتو د کموالي له کبله نه یوازې د تېلو پر ټانکونو بیروبار زښت زیات شوی، بلکې د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې شوې دي.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د تېلو د بیې له لوړېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ترانسپورټرانو د سفر کرایې په خپل سر لوړې کړې دي.

د راپورونو له مخې، له لاهور څخه کراچۍ ته د سفر کرایه له ۵۰۰ څخه ۷۵۰۰ روپیو ته رسېدلې ده. همداراز له فیصل‌آباد څخه اسلام‌اباد ته د سفر کرایه ۳۰۰ روپۍ زیاته شوې او په لاهور ښار کې دننه د ترانسپورټ کرایه هم ۱۵۰ روپۍ لوړه شوې ده.

په ملتان کې ترانسپورټرانو د کرایې کچه نژدې ۴۰ سلنه لوړه کړې، او په کراچۍ کې د میني بس کرایه تر ۲۰ روپیو پورې زیاته شوې ده.

ټترانسپورټران وایي چې د ډیزلو د بیو د زیاتوالي له امله د دوی لګښتونه ډېر شوي او دوی نه شي کولای چې ډیزل له خپل جېب څخه واخلي.

بل لور ته، ښاریانو اندېښنه څرګنده کړې چې د کرایو له زیاتېدو سره به له یوه ښار څخه بل ښار ته سفر ستونزمن شي او د اختر په مناسبت به خلکو ته خپلو کورونو ته رسېدل هم سخت شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...