Homeخبرونهد پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ...

د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښتې شوې

تاند (شنبه،د کب/ حوت ۱۶ مه) افغان او پاکستاني ځواکونو نن د شنبې سهار یو ځل بیا د پکتیکا ولایت د تروې ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې نښتي کړي دي.

د تروې ولسوال عبدالقدوس مخدوم وویل چې افغان ځواکونو د پاکستان پر پنځو سرحدي پوستو بریدونه پیل کړي او دا بریدونه لا هم روان دي.

هغه د دغو نښتو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو ځايی سرچینې وايي چې پر کمرالدين دروازه جګړه روانه ده.

په همدې حال کې، د خوست د والي ویاند مستغفر ګوربز ویلي چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه په دې ولایت کې د ملکي وګړو کورونه د درنو او سپکو وسلو په ګولیو ویشتي دي.

د هغه په وینا، پاکستاني ځواکونو د ګوریز ولسوالۍ د بریخیلو سیمې پر لور ډزې کړي چې په پایله کې یې د خلکو کورونه په نخښه شوي دي.

د والي ویاند د دې بریدونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې چې افغان ځواکونو په ځوابي اقدام کې د غلام‌خان په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یوه پوځي کلا ویشتې ده.

پرون (جمعه) ملي راډیو تلویزیون ویلي و چې د پاکستان جنګي الوتکو د خوست ولایت په ګوربز، علیشیرو او تریزي ولسوالیو کې د خلکو پر کورونو بمباري کړې.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...