یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکونړکې پاکستاني پوځیانو د یوې کورنۍ ۵ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

کونړکې پاکستاني پوځیانو د یوې کورنۍ ۵ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( دوشنبه، د میزان ۲۸) د کونړ ولایت چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرورې ولسوالۍ پاکستاني پوځيانو یوځل بیا راکټي بریدونه کړي دي.

د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني پوځيانو د کونړ په مرورې ولسوالۍ ۱۶ راکټ مرمۍ توغولي.

مصمم زیاتوي له یادو مرمیو یوه یې د ترخو اوبو په سیمه کې د ولسي خلکو په کور لګېدلې چې په خبره یې په کې یوه ماشومه وژل شوې او ۴ نور ټپيان دي.

نوموړی وایي په ټپيانو کې یوه مېرمن او ۳ ماشومان شامل دي.

کلونه کېږي چې پاکستاني پوځيانو د کونړ او آن د ننګرهار په ځینو سرحدي سیمو توغندي توغوي او ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي ولې افغان حکومت یې په اړه غبرګون نه ښيي.

ولسي خلک بیا له حکومت نه ګیله په دې برخه کې د ورته اقداماتو غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې د کونړ اوسیدونکي وایي، پاکستاني پوځيانو د کونړ په ځينو کلیو کې اغزن سیم هم غزولی دی.

1 COMMENT

  1. پنجابیانو به دا توغندي خپل اصلي کور ته د ګلبدین د ورګرځېدو په افتخار زمونږ په پاکه او مقدسه خاوره یشتلي وي . ان شاء الله داسې ورځ به خدای راولي چې زمونږ توغندي به پر پنجابیانو لکه د ابابیل یا توتکۍ د مرغیو د ډبرو په شان و اوري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب