جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د دوحې د هوکړې پرعملي کېدو ټینګارکوي

امریکا د دوحې د هوکړې پرعملي کېدو ټینګارکوي

تاند ( دوشنبه، د میزان ۲۸) د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت هم په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي غبرګون ښودلی دی.

د یاد وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس د زلمي خلیلزاد د تازه ټوېټونو په تایید ویلي چې امریکا د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کوي او له مخې یې باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړل شي.

نوموړې ویلي، افغانان د سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې دلته روانه خونړۍ جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګارکی چې ګډه اعلامیه او د دوحې هوکړه د سولې د راوستو لپاره مهم دي او دواړو لورو ته په کار ده چې په عملي کولو کې هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او هغه یې بوږنوونکی بللی دی.

خلیلزاد ویلي په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول یوغلط فکر دی چې کولی شي جګړه اوږده کړي او د سولې پروسې ته زیان ورسوي.

امریکا داسې مهال د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کوي چې طالبانو تېره ورځ ویلي وو چې امریکا د دوحې هوکړې ته ژمنه نه ده

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b2-%d8%a7%d8%ae%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%ac%da%ab%da%93%db%90-%da%89%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب