تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۹ مه) د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د روان کال په ترڅ کې له دې ولایت څخه ۲۵۰۰ کیلوګرامه شات ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مچیو پالنې د څانګې اقتصادي کارپوه ډاکټر عبدالوارث حقمل پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د روان لمریز کال په ترڅ کې د کندهار په بېلابېلو فارمونو کې ۵۶ ټنه شات تولید شوي دي.
نوموړي پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي وویل، له ټول تولید څخه دوه نیم ټنه شات په لومړي ځل ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
حقمل وویل: «سږ کال په لومړي وار له کندهاره دوه نیم ټنه شات ترکیې او څو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. دا شات د ریحان له ګلونو تولید شوي او ډېر محبوب دي. دا صادرات د خصوصي شرکتونو له لوري ترسره شوي او هڅې روانې دي چې د افغان شاتو لپاره نور نړیوال بازارونه هم پیدا شي.»
هغه زیاته کړه چې دا مهال په کندهار کې د مچیو پالنې نژدې ۱۰۰ فارمونه شته، خو د اقلیمي شرایطو له امله کله ناکله دا فارمونه نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي او شمېر یې بدلون مومي.
د مچیو پالونکي وایي چې که د شاتو بستهبندي او بازارموندنه لا ښه شي، نو تقاضا به نوره هم زیاته شي، چې دا به هم سوداګرو او هم د فارمونو مالکانو ته اقتصادي ګټه ورسوي.