پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۵٪ او پاکستان ته د افغانستان صادرات...

افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۵٪ او پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۹ ٪ کم شوي

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې له ۱.۲۶ میلیارد ډالرو څخه د روان مالي کال (۲۰۲۵–۲۶) په همدې موده کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. د دې کمښت اصلي لامل د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د لارو بندېدل بلل کېږي.

د ۲۰۲۵–۲۶ مالي کال له جولای څخه تر دسمبر پورې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تحارتي مالونو دوه‌اړخیزه سوداګري په څرګند ډول راکمه شوې ده. په پاکستان کې رسمي سرچینو «نېشن» ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۵۵ سلنه کم شوي، چې له ۷۵۴ میلیون ډالرو څخه ۳۳۶ میلیون ډالرو ته راښکته شوي دي.

همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د تېر کال پرتله ۴۹ سلنه کم شوي او له ۵۰۷ میلیون ډالرو څخه ۲۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د همدې بدلونونو له امله، د دواړو هېوادونو مجموعي سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې دا کمښت د پولې پورې غاړې د تقاضا د راکمېدو او د سوداګریزو بهیرونو د ګډوډۍ پایله ده، چې له امله یې د یادې مودې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه محدوده شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...