د سکنۍ وینې تر منځ د اړیکې کلتوري بندیز، چې په ارواپوهنه کې د incest taboo په نوم پېژندل کېږي، دا د انساني تمدن د هغه اصولونو برخه دی چې په اکثریت ټولنو کې، د دین، جغرافیې او تاریخي مرحلې له توپیره علاوه په یوه بڼه یا بله بڼه موجود دی. دا هر څه دا بندیز له ساده اخلاقي قاعدې لوړوي او د انساني هویت، ژبې او ټولنیز نظم له جوړښتونو سره ئي تړي. سیګمنډ فرایډ او ایمیل لاکان، که څه هم په بېلابېلو مفهومي ژبو خبرې کوي، مګر دواړه په دې خبره تر څه حده سره همنظره دي چې دا بندیز د انسان د “انسان کېدو” لپاره مرکزي کردار لوبه وي. د پښتو په داستاني ادبیاتو کې ما د داسي اړیکو لوبولي کردارونه هیڅ نه دې لیدلي مګر په دې وروستیو کلونو کې مې دا حدثه د شاغلې “عصمت الله زهیر” په ناول «۲۵م اګتوبر» کې تر نظر شوه. په یاد ناول کې د ساربان او ګلالۍ اړیکه د سکنۍ وینې د اړیکې ادبي تمثیل دی، د دوی دواړو په کردار د فرایډ او لاکان له نظره ښه بحث کیدای شي. .
د فرایډ وائي: د incest taboo بنسټ د Oedipal کمپلکس په جوړښت کې پروت دی. ماشوم په لومړیو کلونو کې مور د مطلق مینې او غوښتنې په توګه تجربه کوي، او پلار د هغه ځواک په توګه راڅرګندېږي چې دا غوښتنه محدودوي. همدا محدودیت د تمدن پیل دی، ځکه ماشوم زده کوي چې هره غوښتنه د غوښتنې وړ نه ده. د فرایډ په کلاسیک تحلیل کې، د خور سره مینه د همدې ابتدايي غوښتنې د بدلې شوې بڼې په توګه راڅرګنده کیږي؛ داسې غوښتنه چې باید repress شي، څو فرد وکولای شي په ټولنیز نظم کې ژوند وکړي.
که د ساربان او د هغه د خورځې ګلالۍ اړیکه یوازې په همدې چوکاټ کې ولوستل شي، نو تحلیل به نیمګړی پاتې شي. ځکه په ناول کې ساربان د پلار په څیر د فعال او مستقیم سرکوب کوونکي په توګه نه راڅرګندېږي. دلته نه د پلار واکمن حضور شته او نه د هغه صریح سیالي. پر ځای یې، یو پراخ، غیر شخصي او ټولنیز قانون حاکم دی. همدا ټکی موږ له فرایډ څخه لاکان ته بیايي.
لاکان د incest taboo تحلیل له بایولوجیکل یا له کورنۍ صحنې راباسي د ژبې او سمبولیک نظم په کچه یې ځای پر ځای کوي. د هغه لپاره، د “Name-of-the-Father” مفهوم یوازې د حقیقي پلار نخښه نه ده، بلکې دا د هغه قانون استازیتوب کوي چې انسان ژبې ته داخلوي. دا قانون انسان له طبیعي غوښتنې جلا کوي او د توپیر، نومونې او ټولنیز هویت بنسټ ږدي. په همدې معنا، incest taboo د ژبې شرط دی، نه یوازې د اخلاقو.
د زهیر د ناول کردار ساربان د همدې سمبولیک نظم تر سیوري لاندې ژوند کوي. د هغه مینه له ګلالۍ سره د سکنۍ وینې د قانون پر وړاندې شعوري بغاوت نه دی، بلکې د هغه حالت ته د ستنېدو هڅه ده چې دا قانون لا نه و رامنځته شوی. دې هڅې ته په لاکاني اصطلاح کې د Real ساحې وائي؛ هغه ساحه چې ژبه یې نه شي احاطه کولی او قانون یې نه شي منلی. ګلالۍ د ساربان لپاره د همدې Real نخښه ده. هغه د یوې ښځې، یوې خورځې یا یوې معشوقې په توګه نه، بلکې د هغه د وجودي خلا په توګه راڅرګندېږي چې هېڅ سمبولیک بدیل نه لري.
دلته د فرایډ او لاکان ترمنځ اساسي توپیر روښانه کېږي. فرایډ دا ډول مینه د repress کېدونکي غوښتنې په توګه ویني چې باید د تمدن د بقا لپاره مهار شي. لاکان، برعکس، دا مینه د غوښتنې د جوړښت د نخښې په توګه لولي؛ داسې غوښتنه چې ځکه نه پوره کېږي، چې اساساً د پوره کېدو لپاره نه ده.
ساربان نه غواړي چې ګلالۍ “ترلاسه” کړي، بلکې غواړي چې هغه خلا ډکه کړي چې د دې قانون په راتګ سره رامنځته شوې ده. دا تشه نه د فزیکي اړیکې په وسیله ډکېدای شي او نه د بدیل معشوق په موندلو.
ګلالۍ خو ځکه دلته د object petit a بڼه خپلوي. هغه د غوښتنې محرک دی، نه د هغې منزل. که دا مینه عملي شي، نو خپل ټول سمبولیک ځواک به له لاسه ورکړي. له همدې امله، دا مینه یوازې د سر ته نه رسیدلو په حالت کې ژوندۍ پاتې کېږي او دا خبره د فرایډي اخلاقو له منطق سره اختلاف لري، ځکه هلته د بندیز موخه د غوښتنې ختمول دي، حال دا چې دلته بندیز خپله د غوښتنې د دوام شرط ګرځي.
په دې ناول کې یو بل کردار د ارټسټې نزاکت دی، نزاکت د فرایډي تحلیل له مخې د displacement یا بدیل څه بڼه لري؛ داسې هڅه چې سرکوب شوې غوښتنه په بل څه کې تخلیه شي. خو لاکاني تحلیل ښيي چې دا بدیل ولې ناکام دی. نزاکت د Symbolic نظم برخه ده، د نومونو، اړیکو او تعریف شوو رولونو نړۍ ده. ساربان چې Real غواړي، Symbolic ته ورځي، او همدا انتخاب د هغه د تلپاتې ناکامۍ سبب ګرځي. دا ناکامي نه تصادفي ده او نه د اخلاقي کمزورۍ پایله، بلکې د غوښتنې د جوړښت منطقي نتیجه ده.
د ساربان سیاسي حساسیت هم په همدې چوکاټ کې د لوستلو وړ دی. فرایډ به دا د سرکوب شوې libido د sublimation بڼه وبولي؛ یعنې غوښتنه چې په جنسي بڼه نه شي څرګندېدای، په سیاسي او اخلاقي حساسیت بدلېږي. لیکن لاکان بیا دا د غوښتنې د ځای بدلول ګڼي، نه د هغې حل. سیاست دلته د Real بدیل نه شي کېدای، خو د هغې نخښې پکې څرګندېږي. ساربان د ټولنې د شوي تشدد، استعماري بالادستۍ او غیر انساني کړنو پر وړاندې ځکه حساس دی چې خپله د قانون له زوره ځپل شوی دی.
د ساربان مرګ د دواړو تیوریو ترمنځ د تقابل وروستۍ صحنه ده. د فرایډ له نظره، دا مرګ د هغه داخلي شخړې پایله ده کومه چې نه ده حل شوې؛ دا شخړه که پر وخت مهار شوې وای، نو فرد به ژغورل شوی وای. د لاکان له نظره، دا مرګ د انساني حالت بنسټیزه تراژي ده؛ هغه وخت چې غوښتنه او قانون هېڅکله یو بل ته نه رسېږي. ساربان په دې وجه نه مري چې خطاکار یا باغي دی، بلکې ځکه چې انسان دی.
په همدې معنا، د ساربان او ګلالۍ اړیکه د پښتو ناول په تاریخ کې یو بېساري مثال وړاندې کوي. دا اړیکه نه د اخلاقي قضاوت لپاره کارول شوې او نه د سنسنیزي تحریک لپاره، زما په نظر د دې لپاره کارول شوې چې وښيي انسان څنګه د قانون په منلو سره انسان کېږي، او څنګه همدا قانون هغه د وجود په خلائي اضطراب اخته کوي. فرایډ موږ ته ښيي چې دا خلا ولې زغمل کېدونکې نه ده، او لاکان موږ ته ښيي چې دا تشه ولې له منځه نه ځي. د زهیر د ناول ارزښت په دې کې دی چې دا دواړه حقیقتونه په یوه ادبي بدن کې سره نښلوي.