تاند – د سترګو رپول هغه عمل دی چې موږ یې بېاختیاره ترسره کوو، لکه څنګه چې ساه اخلو.
عموماً دا عمل د لید له سیستم سره تړل کېږي، خو اوس ساینسپوهانو د دې تر شا یو بل حیرانوونکی لامل هم موندلی دی.
په حقیقت کې، د سترګو رپول د مغزو له فعالیتونو سره نژدې اړیکه لري.
د کاناډا د کنکورډیا پوهنتون یوې څېړنې موندلې چې که یو کس لږ سترګې رپوي، دا ښيي چې د هغه مغز ډېر فعال دی.
په دې څېړنه کې د دوو بېلابېلو تجربو له لارې هڅه وشوه چې وڅېړل شي، په مختلفو حالاتو کې د ځېږمو رپولو په بهیر کې څه ډول بدلون راځي.
څېړنې وښودله چې کله مغز ډېر کار کوي—لکه په شورماشور چاپېریال کې چې یو کس د بل چا د خبرو د پوهېدو هڅه کوي—نو خلک په طبیعي ډول لږ ځېږ مې یا سترګې رپوي.
همدارنګه، څېړونکو وموندله چې د رڼا بدلون د د رپولو پر اندازې اغېز نه لري، که رڼا ډېره وي، کمه وي او یا بشپړه تیاره حاکمه وي.
د څېړونکو په وینا، د دوی موخه دا وه چې وڅېړي ایا چاپېریالي عوامل پر دې عمل اغېز کوي او دا څنګه د مغزو له فعالیتونو سره تړاو لري.
هغوی زیاته کړه چې کله موږ د یو چا د خبرو د اورېدو یا سم درک کولو هڅه کوو، نو د سترګو رپول کمېږي.
په دې څېړنه کې ۵۰ کسان شامل وو. ګډونوال په یوه غږبند (ساؤنډ پروف) خونه کې کښېنول شول او د هغوی مخې ته یوه پرده ولګول شوه.
د هیډفونونو له لارې هغوی ته لنډې جملې واورول شوې، په داسې حال کې چې د شالید شور کچه بدلېده.
څېړونکو د سترګو د تعقیب ځانګړي عینکې (Eye-tracking glasses) وکارولې تر څو د هر ګډونوال د رپولو دقیق وخت ثبت کړي.
پایلو وښودله چې د رپولو اندازه هغه مهال راټیټېږي چې یو کس د بل چا خبرو ته غوږ نیسي، خو تر دې وړاندې یا وروسته کوم څرګند بدلون نه لیدل کېږي.
دا توپیر په ډېر شورماشور چاپېریال کې لا زیات څرګند و، هلته چې د خبرو پوهېدل تر ټولو سخت وي.
وروسته ګډونوال په تیاره، روښانه او نیمهروښانه خونو کې وازمویل شول، چې پایله یې دا وه: د رڼا زیاتوالی یا کموالی د رپولو پر بهیر هېڅ اغېز نه لري.
د څېړونکو په وینا، د دې پایلو د بشپړې تایید لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده، خو دا نښه حتمي ښکاري چې کله مهم معلومات اورېدل کېږي، د سترګو رپول ورو کېږي.
د دې څېړنې پایلې د Trends in Hearing په نوم په علمي ژورنال کې خپرې شوې دي.