پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د وردګو جغتو ولسوالۍ د پرمختګ لپاره څه په کار دي؟

د وردګو جغتو ولسوالۍ د پرمختګ لپاره څه په کار دي؟

امین الله عادل

د هېواد، ولایت او ولسوالۍ د ابادۍ او پرمختګ لپاره یوازې حګومت مسوولیت نه لري او نه په یوازې پرمختګ را وستلی شی. بلکې پرمختګ هغه مهال را منځ ته کېږي او چټکتیا مومي، چې خلک او د سیمې مشران او فرد فرد په خپله وغواړي او خپل مسوولیت په صادقانه ډول ترسره کړي. د هېواد په هر ولایت او ولسوالۍ کې ډېرې داسې کارونه شته که اړونده مسوولان او خلک لاس په کار شي په خپله سیمه کې رغنده خوځښت او مثبت بدلون را وستلی شي. په لاندې کرښو کې د خپلې ولسوالۍ (جغتو) د رغونې او پرمختګ پراختیایی چارې په دریو کتګوریو کې وړاندې کوم، چې په دې ولسوالۍ کې په اسانۍ سره مثبت راوستلی شي. د یادونې وړ ده، چې دغه ډول کارونه په هره ولسوالۍ کې ممکن دي.

الف: هغه ستر کارونه چې لګښت نه غواړي:

  1. د جغتو ولسوالۍ انکشافي پلان جوړ: په تېر حکومت کې د اکثره ولسوالیو لپاره د ښار جوړولو وزارت لخوا انکشافي پلانونه جوړ شول، دا لړۍ همدا اوس هم روانه ده. د جغتو لپاره ددې پلان جوړول جدي اړتیا ده، د جغتو له مشرانو او مسؤولینو څخه جدي هیله ده، چې د ښار جوړولو ورازت سره د جغتو پراختیايي پلان جدي تعقیب کړي. دا پلان د جغتو د پرمختګ او غوړېدو لپاره ډېر حیاتي دی.
  2. د جغتوسیداباد سړک: دا سړک څلور ځله د تېر حکومت او نړیوالو ادارو لخوا منظور شو. خو تر اوسه جوړ نه شو. د جغتو شورا او مشرتابه او د جغتو له ځوانانو څخه هیله ده، چې ولایت مشرتابه او د فوایدې عامه وزارت تر هغو پرېنږدي ترڅو یې چې دا سړک منظور کړی او پیل کړی نه وي.
  3. کلیوال سړکونه: په دې وروستیو کې ډېرو خلکو د خپل کور یا ځمکې د جوړولو په خاطر ډېرې پخوانۍ لارې او زاړه سړکونه یا کاږه واږه کړل، یا یې تنګ کړل یایې هم بند کړل. د جغتو له مشرانو څخه هیله ده، چې خلکو ته سپارښتنه وکړي، چې پخوانۍ لارې او سړکونه خرابول منع دي. هر کلی باید لس-دولس متره سړک ولري، هرڅوک باید د سړک او د هغه د حریم درناوی وکړي.
  4. د اوبو ساتنه: اوبه د ژوند منبع ده او که د اوبو ساتنې ته پاملرنه ونه شي نو ژر ده، چې نیم جغتو کډې کولو ته اړ شي. حال دا چې د جغتو داسې کلی نشته، چې د باران یا د ژمي د اوبو د زیره کولو لپاره ښه ځایونه ونه لري. ځکه خو لازمه ده، چې د جغتو شورا او مشران له تخنیکی ټیم سره کلي په کلي وګرځي، خلکو ته د باران او ژمي د اوبو د زیرمه کولو اجباري توصیه وکړي ترڅو د اوبو د ډنډولو لپاره ځایونه ورته مشخص کړي.
  5. د اوبو چک ډیمونه: د جغتو له وروستي کلی (خواجه آب څخه ونیسه، په ایریابونو تېر شه، بیا موله او کنجغتو، بېرته خدران او له هغه ځایه بیا تر پیادرو، سیاه کول او …. پورې د جغتو په ډېرو کلیو کې واړه چک ډیمونه، کندې او ژورې تړل او بندول د جغتو جدي اړتیا ده. هیله ده چې د ولسوالۍ شورا او مشران دومره وکړي، چې د یو تخنیکي ټیم په مرسته دغه ځایونه په ګوته کړي، تش معلوم یې کړي او له ځان سره یې لست کړي. خلکو ته ووايي چې دا د بند، سربند یا چک ډیم ځای دی. دا به مرسته وکړي، چې په خپله د خلکو، یا حشر یا د مؤسساتو او یا هم د حکومت په همکارۍ جوړ شي.
  6. ښوونه او روزنه: د جغتو خلک له تعلیم او تربیې سره مینه لري، هر څوک خپل ماشوم په ښوونځی یا مدرسه کې شاملوی خو بیا هم ډېرې کورنۍ شته چې خپل ماشومان ښوونځیو ته نه استوي او نالوستي لویان کېږي. هیله ده چې ددې لپاره هیله ده، چې د ملاامامانو، علماوو او مشرانو په مرسته هر کلی او والدین وهڅول شي، چې خپل بچیان له زده کړو محروم نه کړي. په جغتو کې ښوونځی ته د ماشوم نه استول باید د یو عیب په توګه ومنل شي. همدارنګه هغه محلي ټولګي چې تر اوسه مؤسساتو تمویلول او اوس یې حکومت ته سپارلي، هیله ده چې د پوهنې مسؤولین او مشران خلک وهڅوي چې دا ټولګي په خپله وچلوي یا حکومت مرسته وکړي‎. په دې برخه کې د غازي محمد جان ګروپ هڅې او کوښښونه ډېر ډېر د ستایلو وړ دي. دا د هر چا مسؤولیت دی، چې د پوهنې د پراختیا او ملاتړ لپاره مرسته وکړي. د جغتو د معارف اوسنی مشرتابه هم د ستاینې وړ دی. هیله ده چې د معارف لپاره سراسري کمپاین وکړي. ترڅو هېڅ ماشوم له زده کړو محروم پاتې نه شي.
  7. مخابرات: د جغتو په اکثرو سیمو موبایل او انټرنیټ سم کار نه کوي او یا بیخی کار نه کوي. د لسوالۍ شورا باید روشن، بیسیم، اټوما او سلام شبکو ته عریضې ورکړي او ورپسې شله شی ترڅو د جغتو په مختلفو سیمو کې پایې و دروي او په دې سره خلکو ته په خپلو کلیو کې مخابراتي خدمات برابر کړي.
  8. دولتي ادارې: په جغتو کې د وزارتونو څانګې د ځان لپاره ځمکه یا ودانۍ نه لري، حال دا چې په جغتو کې دولتي ځمکه شته چې باید دا ځمکه مشخصه شي او د دولتی ادارو په نامه شي. یو وخت به داسې امکانات برابر شي چې د حکومتي ادارو لپاره ودانۍ جوړې شي.
  9. د خلکو د ځمکو دعواوې خلاصول: د جغتو په ځینو ځمکو د کلیو او خلکو ترمنځ دعواوې دي، چې په دې سره هېڅوک له اړونده ځمکو څخه ګټه نه اخلي. هیله ده چې د ولسوالۍ مشران او مخور ددې ډول دعواوو لپاره جدي هڅې وکړي او په قاطعیت سره دغه دعوایې خلاصې کړي.

ب: هغه کارونه چې لږ مصرف غواړي:

  1. د کلیوالي سړکونو حدود معلومول: سړک د ابادۍ او پرمختګ اساسي شرط دی. هیله ده چې د جغتو مشران د سړکونو او لارو د جوړولو د لومړي ګام په توګه کلي په کلی د سړک حدود معلوم کړي. دا کار اوس ډېر اسانه خو وروسته به بیا ډېر سخت وي. اوس کولی شي چې د جغتو د مشرانو یو ټیم د هر کلي د سپینږیرو په مرسته یو ټراکتور له ځان سره ملګری کړي او د سړک په دواړو طرفو یو کیل تېر کړي او خلکو ته ووایی چې دا د سړک حدود دي څوک پرې د تجاوز حق نه لري. په دې سره د کلیوالو لارو د جوړول تهداب کېښودل شي.
  2. د کوچنیو بندونو ساحې مشخص کول: د وردګو د سندریزې حوزې د انجینرانو او هم د جغتو د ځوانانو او د لیسو د استادانو په مرسته د جغتو په مختلفو سیمو کې د چک ډیمونو لپاره خطونه کش کړي. د جغتو په هر کلي کې د چک جوړولو امکانات شته. له سترې چینې له کلي ونیسه تر [موله] پورې او بیا له [کنجغتو] څخه ونیسه تر چومبرک او بیا تر سیاه کول او [نودي] پورې په لسګونه چک ډیمونه جوړېدای شي. دا به لوی خدمت وي چې د تراکتور په وسیله یې تش یو خط واچول شي یانښې کېښودل شي.

ج: هغه کارونه چې ډېر لګښت غواړي، خو د جغتو شدیده اړتیا ده:

  1. د ګوربت بند جوړول: ددې بند ډیزاین او سروې پخوا شوې ده. یوازې جوړېدل غواړي، دا بند نیم جغتو ښیرازه کولی شي.
  2. د دهنې بند: پخوا دا بند جوړ شوی خو له خاورو ډک شوی. دا بند له پخوانی ځای څخه کښته په همواره سیمه کې بیا جوړ شي یا هغه پخوانی پاک شي. ددې بند جوړول د ځمکو د شنه کولو جدي اړتیا ده.
  3. سبزسنګ خوړ– دیوالک بند. د دېوالک په سیمه کې د سبزسنګ د باران او ژمي اوبه ډنډول اړین دي، ډېرې دښتې ښیرازه کولی شي.
  4. د نراوو بند: تردې غره لاندې د جغتو غټه دښته پرته او لوی نفوس ته خیر رسول شي.
  5. د کوچنیو چک ډیمونو جوړول: لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د جغتو په اکثره کلیو کې چک ډېمونه او د اوبو بندۍ جوړول په کار دي.
  6. د جغتو ولسوالۍ لوی جومات: دا جومات د جغتو په زړه کې د تېر حکومت پر مهال پیل شوی چې اوس نیمه پروت دی.
  7. د جغتو سیداباد سړک: د تېر حکومت پرمهال څلور ځله بودجه ورته منظوره شوه خو جوړ نه شو. هیله ده چې دا سړک د هر جغتو وال په لومړیتوب کې وي، چې د ولایت د مشرتابه په مرسته یې د ټولګټو وزارت لخوا منظور کړي. په دې برخه کې د جغتو ځوانانو او مشرانو روانې هڅې د قدر وړ دي، هیله ده چې ژر رنګ راوړي.
  8. جغتو- چک سړک: دغه سړک چک له غزني سره نښلوي او د کابل- غزني بدیله لار ده، جدي اړتیا ده چې دغه سړک پوخ شي. د چک او د غزني برخه سړک یې پوخ دی، یوازې د جغتو برخه یې پاتې ده.
  9. د جغتو برېښنا: د کابل له ارغندۍ څخه غزني ولایت او د هېواد سویل ته د وردګو له لارې برېښنا لېږدول کېږي او جغتو یې په لار کې دی، لازمه ده چې د جغتو مشران د جغتو لپاره د برېښنا غوښتنه په جدي ډول تعقیب کړي.

مثبت ټکي:

په ډېرو کلیو کې شخصی او د خلکو لخوا د نجونو مدرسې جوړې شوې. د خیریه کارونو هڅې په شخصی او ګروپي ډول روانې دي. د غازی محمد جان خان ګروپ د پوهنې په برخه کې نه تنها د معارف په برخه کې ستر خدمت وکړ ټولنیز کار تهداب کېښود زما په نظر به یوازنی ګروپ وي چې د غړو شمېر تر ۴۰۰ تنو اړوي بیا هم پکې څوک انتقاد او شکایت نه لري. دا په داسې حال کې ده چې موږ افغانان پنځه کسه هم سم په یوه لار نه ځو. ددې ترڅنګ ډېر داسې خلک شته چې په خپل شخصي لګښت ښوونځي جوړوي. جومات جوړوي، ښوونځي او تعلیمي فعالیتونه کوي، چې دا ټول د جغتو د پرمختګ مهم کامونه ګڼل کېږی.

منفی ټکي:

ډېر داسې خلک شته چې د خپلو سیمو او خپلو خلکو د مرستې لېوالتیا لري، هڅه کوي چې یو څه کومک وکړی، خو متاسفانه زموږ په ډېرو سیمو کې داسې خلک شته، چې سړي په خپلو ښو پښیمانه کوي، ډېر تهمتونه پسې لګوي. حتی مخنیوی یې کوي. بلا ډېر مثالونه شته چې ډېرو نیکانو د خپل کلي او سیمې د مرستې لپاره هڅې وکړې خو وروسته په خپلو ښو پښېمانه شول. یوازې د مثال په ډول د جغتو یو ځوان د هېواد د سویلي حوزې د روغتیايي اکمالاتو مسؤل شو، نوموړي د سویل اړونده ولایاتو ته د درملو اکمالات کول، زړه کې ورغلل چې د خپلې سیمې په کلینیک ته یوه بسته ورکړي، د هغو لپاره یې د درملو یوه غټه بسته منظوره کړه او اړونده کلینکی ته یې راوړه.

اوونۍ نه وه تېره شوې، چې پلار یې په ژړا ورته ویل چې خلک وایی چې تاسې لږ دوا جغتو ته رالېږلې او نوره مو خرڅه کړې او پیسې مو غلا کړې. یو بل ځوان په خپل کلي کې د ښوونځي جوړولو اراده وکړه، له یو کلیوال سره یې خبره وکړه چې د کلي د خلکو موافقه واخلي. خلکو ویل نه یې غواړو.

متاسفانه دغه ډول خبرو د ډېرو مرسته مخه ډب کړې او ډېر خلک د خپلې آبرو په خاطر نه غواړي، چې مرسته وکړي ځکه خو زموږ په افغاني ټولنه کې دا متل هرڅوک وایی چې “ښه مه کوه بد نشته”. خو له دې سره سره باید زړه مات نه کړو او د خپلو خلکو لپاره خدمت وکړو.

 یادونه: ډاډه یم چې پورتنې طرح نه بشپړه او نه هم ډېره سمه ده، هیله مې ده چې د جغتو یو بل ورور د جغتو د ابادۍ لپاره یوه ښه طرح وړاندې کړي. او نور وروڼه اړونده طرح لا غني او بډایه کړي او د خلکو ترمنځ یې خپره کړو، په تکراري ډول یې بیا بیا خلک ووینې. ښايي ډېر خلک ذهنا متوجه شي، د ډېرو نورو معلومات زیات شي او بالآخره دا د هر جغتووال په جدي غوښتنه بدل شي. چې کله د خلکو په غوښتنه بدل شول نو وګڼه چې یوه ورځ به دا کارونه په ښه ډول ترسره کېږي. تر ټولو مهمه دا ده چې ممکن یو ورور ددې طرح په یوه کوچنی برخه کې خپل سهم ادا کړي. ددې ترڅنګ هر څوک کولی شی چې د خپل ولایت او ولسوالۍ لپاره دېته ورته طرح ولیکي او په دې سره خپل خلک او مشران دې ته متوجه کړي چې د خپلې سیمې د پرمختګ لپاره لاس په کار شي. پرمختګ یوازې د حکومت کار نه بلکې د هر فرد دنده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...