تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۹ مه) د نړۍ نامتو فوټبالر، ارحنټایني فوټبالر لیونل میسي له تقاعد وروسته د خپلو پلانونو په اړه په یوه نادره مرکه کې خبرې کړې دي.
کله چې له مېسي وپوښتل شول چې له فوټبال څخه تر تقاعد وروسته به څه کوي، نو ده د روزونکي (کوچ) کېدو امکان رد کړ.
مېسي وویل: «زه غواړم خپل کلب جوړ کړم، له ډېرې ټیټې کچې څخه یې پیل کړم، چې ځوانانو او عامو خلکو ته د پرمختګ زمینه برابره شي او یو پیاوړی او مهم کلب رامنځته شي.»
په مرکه کې مېسي د خپل شخصي ژوند او ذهني روغتیا په اړه هم زغردې خبرې وکړې. هغه وویل چې په بارسلونا کلب په مهال یې درملنه (تراپي) کړې وه، ځکه پخوا به یې خپل احساسات له ځان سره ساتل، خو اوس ډېر بدل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې کله ناکله یوازیتوب خوښوي او په کور کې د ارام شېبو تېرول خوند ورکوي.
مېسي په موسکا وویل: «زه یوازې پاتې کېدل خوښوم، خو کله چې ماشومان په کور کې منډې وهي، نو ډېر شور جوړېږي.»
۳۸ کلن لیونل مېسي دا مهال د خپل مسلک وروستي نړیوال جام ته پام اړولی دی، غواړي په ۲۰۲۲ کال کې ګټلې نړیواله اتلولي وساتي.
د یادونې ده چې لیونل مېسي دا مهال د فوټبال پرېښودو اراده نه لري، ځکه له امریکايي کلب انټر میامي سره یې نوی درې کلن تړون لاسلیک کړی دی.