پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هند د امریتسر شورا د کابل- دوبۍ هوايي دهلېز یو مهم...

د هند د امریتسر شورا د کابل- دوبۍ هوايي دهلېز یو مهم فرصت وباله

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۹ مه) د هند د پنجاب ایالت د امریتسر سوداګریزې شورا په یوه غونډه کې وویل چې د کابل او دوبۍ ترمنځ د هوايي دهلېز فعالېدا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره یو مهم فرصت دی.

دا غونډه د «ګنبیر سینګ» په بلنه جوړه شوې وه، چې د پنجاب ایالت کې د هند–افغانستان د سوداګرۍ د پخواني کمېسیون مشر و. په غونډه کې سوداګرو او اړوندو ادارو ګډون کړی وو او د امریتسر د «سري ګورو رام داس جي» نړیوال هوايي ډګر له لارې د صادراتو د شته او احتمالي ظرفیتونو په اړه خبرې وشوې.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د امریتسر هوايي ډګر مشر «بهوپندر سینګ» وویل چې دا هوايي ډګر تېر کال ۹۷۲ متریک ټنه صادرات او ۲۳۶ متریک ټنه واردات درلودل، او د تازه او غیر تازه توکو د ساتنې ظرفیت یې ۲۵۰ متریک ټنه ته رسېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره به بشپړه همکاري وکړي.

د هند پخواني سفیر «نوودیپ سوري» هم دا غونډه د سوداګرۍ له پلوه مهمه او اغېزمنه وبلله او ویې ویل چې د کابل–دوبۍ سوداګریز دهلېز جوړېدل کولی شي افغانستان او هند ته نوي اقتصادي فرصتونه برابر کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

وروستۍ غونډې په هند کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوې دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې له پاکستان سره سوداګریز محدودیتونه زیات شوي دي. طالبان هڅه کوي چې له هند سره اقتصادي همکاري پراخه کړي.

د کابل–دوبۍ هوايي دهلېز کولی شي د افغانستان د تازه محصولاتو او نورو توکو د صادراتو لاره لنډه او چټکه کړي، او د افغان او هندي سوداګرو لپاره نوي اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

دا لاره به همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ځايي اقتصاد د پیاوړتیا سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...