پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهایران له افغانستان سره د سوداګرۍ د لا غوړېدو لپاره بله سرحدي...

ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ د لا غوړېدو لپاره بله سرحدي لار پرانیسته

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۸ مه) ایران اعلان کړی چې له افغانستان سره د میلک په پوله یې نوې ځمکنۍ لاره پرانیستې ده، چې له امله یې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دوه برابره شوی او د سرحدي سوداګرۍ وړتیا پراخه شوې ده.

په کابل کې د ایران سفارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د میلک په پوله کې له افغانستان سره نوې ځمکنۍ لاره پرانیستل شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد لپاره د لاریو ظرفیت یې دوه چنده کړی دی.

سفارت په ایکسپاڼه (X) کې په یوه پیغام کې ویلي چې دغه نوي بندر د میلک–زرنج له لارې، چې د ایران د سیستان–بلوچستان ولایت د افغانستان له نیمروز ولایت سره نښلوي، افغانستان ته د ایراني تېلو او سوداګریزو صادراتو بهیر په څرګنده توګه زیات کړي.

دا پرمختګ وروسته له هغو سفرونو وشو چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له ایراني چارواکو سره یوځای سرحد ته وکړل او دواړو لورو د سوداګرۍ د پراخولو لپاره د دوهمې ځمکنۍ لارې د جوړولو هوکړه وکړه.

ایراني چارواکو ویلي چې تمه ده دا پروژه دوه اړخیزه سوداګري پیاوړې کړي، او ځایي چارواکي اټکل کوي چې کله دا لاره په بشپړ ډول فعاله شي، هره ورځ به تر ۱۰۰۰ پورې موټر تګ راتګ وکړای شي.

د میلک دروازه د افغانستان له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، په ځانګړي ډول د تېلو، خوراکي توکو او ساختماني موادو د وارداتو لپاره، او د وارداتو پر بنسټ د افغانستان د اقتصاد د پايښت لپاره مهم رول لري.

چارواکي وایي دا نوې لاره د ایران او افغانستان ترمنځ د شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پراخو اقتصادي هوکړو ملاتړ کوي او تمه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا ژورې کړي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې ایران له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. ایران چې له ډیرو بندیزونو سره مخامخ دی، افغانستان د ځان لپاره مهم تجارتي شریک ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...