تاند (پنجشنبه د مرغومي – جدي ۱۸مه) یو شمېر رسنیو په خپلو راپورونو کې د ترکي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې انقره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچونو د حل لپاره د منځګړي رول څخه لاس اخیستی دی.
د جیو نیوز د راپور له مخې دا پرېکړه د ترکیې لخوا د کوربهتوب او منځګړتوب له څو ناکامو خبرو اترو وروسته شوې ده.
ترکي سرچینو هندي رسنیو ته ویلي چې، انقره نور د دې رول د دوام سره علاقه نه لري، ځکه چې ښکېلو اړخونو خپل مکلفیتونه نه دي پوره کړي.
تر اوسه پورې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان په دې تړاو هېڅ رسمي ځواب نه دی خپور کړی.
خو شنونکي په دې باور دي چې، دا خبر کولی شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیچلې کړي.
ایکسپریس ټریبیون بیا یادونه کړې، ترکیه چې د پاکستان نږدې متحد دی، پخوا د خبرو اترو په اسانتیا کې فعال رول لوبولی و، خو د پرمختګ نشتوالي انقره مایوسه کړې ده.
په ورته مهال په یوه بل خبر کې چې تاند وېب پاڼې لږ وړاندې خپور کړ په کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لا هم فعالې دي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تماسونه دوام لري.
په دې وروستیو کې د اسلاماباد او کابل ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې پر یو بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي.
پاکستان پرلهپسې له افغان چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره عملي او د باور وړ ګامونه واخلي او اجازه ورنه کړي چې، د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکارول شي. خو افغانستان نه یوازې د پاکستان تور ردوي او وايي چې هیڅ دلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي، دا هم وايي چې پاکستان په افغانستان کې د بریدونو لپاره داعش ته پناهځایونه ورکړي دي.
ترکي دجال اخوان الشیاطین اردوغان عینن لکه تور دجال داسي خبیث ده. ترکې تل د ترک په نامه په افغانستان کې لاسوهنه کړې او د قاتل دوستم خامسري ملاتړ او هغه ته یې ځای ورکړی. چرګ کم او غول یې کم طالب د تور دجال کافرستان ته په زغرده ځواب ورکړي د نوک ځواب د په سوک ورکړي. افغان اتلانو سرتیرو په پکتیکا ارګون سیمه کې په لسو دقیقو کې له توره پنجابه یوه پوسته په غنیمت ونیول.