Homeخبرونهاروپایي ټولنه افغانستان کې د اوبو د بحران بیاکتنې په اړه غونډه...

اروپایي ټولنه افغانستان کې د اوبو د بحران بیاکتنې په اړه غونډه کوي

تاند ( پنج شنبه د مرغومي – جدي ۱۸مه) اروپایي ټولنه وایي، چې د جنورۍ ۲۱مه به په افغانستان کې د اوبو بحران د بیاکتنې لپاره یوه ځانګړې غونډه وکړي.

دا غونډه د XCEPT د څېړنې پروګرام سره په همکارۍ ترتیب شوې ده چې، د ستونزو تحلیل او د اوبو د کمښت د اغیزو د کمولو لپاره د عملي حل لارو موندلو باندې تمرکز کوي.

په افغانستان کې د اوبو بحران په وروستیو کلونو کې په یوه لویه اندېښنه بدل شوی او د هېواد زیاتره سیمې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

چارواکو او د چاپیریال متخصصانو خبرداری ورکړی چې له بېړني اقدام پرته، وضعیت کولی شي د کرنې، د څښاک د اوبو رسولو او د خلکو د ورځني ژوند لپاره لرې پرتې پایلې ولري.

د اروپايي ټولنې د غونډې موخه دا ده چې، دقیق معلومات راټول کړي، تجربې تبادله کړي او هغه سپارښتنې وکړي چې کولی شي د اوبو سرچینو په ښه اداره کولو کې مرسته وکړي.

په غونډه کې به څیړونکي، سیمه‌ییز چارواکي او د نړیوالو ادارو استازي شامل وي.

افغانستان له څو کلونو راهیسې د سختې وچکالۍ سره مخ دی. دې بحران بزګران او شپانه سخت اغیزمن کړي دي، او د پراخې بېوزلۍ او لوږې لامل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...