جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهالفلاح بانک افغانستان کې فعالیت بندوي؛ غضنفر بانک یې چارې پر غاړه...

الفلاح بانک افغانستان کې فعالیت بندوي؛ غضنفر بانک یې چارې پر غاړه واخلي

تاند ( پنج شنبه د مرغومي – جدي ۱۸مه) الفلاح بانک په افغانستان کې خپلې چارې پای ته رسوي.
یاد بانک، چې د پاکستان له سترو خصوصي بانکونو څخه دی، تازه یې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپلې بانکي چارې پای ته رسوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې یاد بانک د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بانک اف پاکستان) منظوري ترلاسه کړه.

له دې وروسته، الفلاح بانک په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د تدریجي پای ته رسولو رسمي بهیر پیل کړی، په داسې حال کې چې یاد بانک له څو کلونو راهیسې دې هېواد کې فعالیت درلوده.

د یاد بانک د اعلامیې له مخې، غضنفر بانک چې د افغانستان له مهمو مالي بنسټونو څخه دی، د الفلاح بانک د افغانستان د فعالیتونو د اخیستو لېوالتیا ښودلې ده.

له همدې امله، په پاکستان او افغانستان دواړو کې د مقرراتي منظورۍ بهیر پیل شوی دی.

د افغانستان حکومت غضنفر بانک ته اجازه ورکړې چې د Due Diligence یا تفصیلي ارزونې بهیر ترسره کړي، چې پکې د الفلاح بانک شتمنۍ، پورونه او د قانوني اصولو مراعات شامل دي.

د افغانستان مرکزي بانک په رسمي ډول غضنفر بانک ته د دې بهیر د پیل اجازه ورکړې ده او دا پروسه اوس د بشپړېدو وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې ده.

کارپوهان دا پرېکړه په سیمه کې د پراخو اقتصادي او مقرراتي بدلونونو انعکاس بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...