جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ تماسونه دوام لري

پاکستان وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ تماسونه دوام لري

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لا هم فعالې دي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تماسونه دوام لري.

په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې پر یو بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي.

پاکستان پرله‌پسې له افغان چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره عملي او د باور وړ ګامونه واخلي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکارول شي. خو افغانستان نه یوازې د پاکستان تور ردوي او وايي چې هیڅ دلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي، دا هم وايي چې پاکستان په افغانستان کې د بریدونو لپاره داعش ته پناهځایونه ورکړي دي.

هغه وویل: «له افغانستان څخه راولاړېدونکې ترهګریزې پېښې د پاکستان لپاره ستره اندېښنه ده. زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.»

  د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، پر کابل او پکتیکا د پاکستان له بمبارۍ او د افغانستان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له ځوابي بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې وتړلې. که څه هم د اکتوبر په ۱۹ مه اوربند اعلان شو، خو تر اوسه د پولې له لارې سوداګري نه ده بیا پیل شوې او د طالبانو حکومت وايیو تر څو چې پاکستان کلک تضمین نه وی ورکړی چې بیا به په هیڅ پلمه لارې نه بندوي، حاضر نه دي چې له پاکستان سره لارې پرانیزي.

نن د اوونیزې خبري ناستې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ټینګار وکړ، چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...