جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه کابل کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې کار پیل...

په کابل کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې کار پیل شو

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۹ مه) د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د برېښنا د تولید او لېږد درې پروژې پیل کړې دي، چې پکې د کابل په شین صنعتي پارک کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې برېښنا فابریکه هم شامله ده.

د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۱۲۶ مېګاولټ‌امپیر سب‌سټېشن او د ۲۲۰ کیلوولټ د برېښنا د لېږد لاین هم شامل دي.

د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د برېښنا شرکت اجرائیه رئیس عبدالبارې عمر وویل، دا پروژې د انرژۍ د تولید د پیاوړتیا لپاره د پراخو هڅو برخه ده.

هغه وویل: «یوازې په تېر کال کې مو په هیواد کې دننه د ۱،۲۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید قراردادونه لاسلیک کړي دي»،

ده زیاته کړه چې دا پروژې له بهرني مالي ملاتړ او مرستو پرته عملي شوې دي.

نوموړي کورنۍ پانګونې د هېواد د بیا رغونې لپاره خورا مهمې وبللې او د دې ډول پروژو د پراخېدو غوښتنه یې وکړه. د هغه په وینا، د پنجشنبې په ورځ پیل شوې پروژې به له ۵۰۰ څخه ډېرو کسانو ته مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي.

اوس مهال افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي.

د پروژو د مالي سرچینو او د بشپړېدو د دقیق وخت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د سې شنبې په ورځ (د جدې ۱۷ مه) د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲ اعشاریه ۷۵ میګاواټه لمرېزې برېښنا پروژه افتتاح شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...