تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۹ مه) ساینسپوهانو په یوه څېړنه کې څرګنده کړې چې د شمالي ګرینلنډ ستره یخچالي ګومبته «پرودهو ډوم» (Prudhoe Dome) نژدې اووه زره کاله مخکې په بشپړه توګه ویلې شوې وه، او هغه مهال تودوخې له نننۍ تودوخې سره ډېر توپیر نه درلود.
په «نېچر» علمي مجلې کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، د کنګل په هغه نمونه کې، چې په برمې راایستل شوې، شګه موندل شوې چې د لمر په وړانګو سوځېدلې ده او دا ثابتوي چې دا سیمه د کنګل کېدو له وروستي پړاو مخکې په ګرمو کلونو کې په بشپړه توګه له کنګلونو پاکه وه.
کارپوهان وايي، په هغه وخت کې د دوبي تودوخه د نن پرتله د سانتي ګراد له ۳ تر ۵ درجې پورې لوړه وه، او دا تودوخه ښايي د انساني فعالیتونو له امله تر ۲۱۰۰ کال پورې بېرته هم تکرار شي.
ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې که د ګرینلنډ کنګلونه همداسې په چټکۍ سره ویلې کېدو ته دوام ورکړي، نو د نړۍ د سمندر سطحه ښايي په دې پېړۍ کې له لسګونو سانتيمتره تر یو متره پورې لوړه شي، چې دا به د ساحلي ښارونو لپاره جدي ګواښ وي.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د ګرینلنډ ځینې برخې میلیونونه کاله مخکې هم له کنګلونو پاکې پاتې شوې دي، او ښايي ټول کنګل پوښ (آیس شیټ) شاوخوا ۱.۱ میلیون کاله مخکې په بشپړه توګه ویلې شوې وي.
کارپوهانو ټینګار کړی چې د تېرو وختونو کنګل د طبیعي، او فضايي عواملو له امله وو، خو اوسني بدلونونه د انسان له لوري د رامنځته شوي اقلیمي بدلون پایله ده. سره له دې، دا موندنې به د اقلیمي ماډلونو په ښه کولو کې مرسته وکړي، تر څو وپېژندل شي چې د ګرینلنډ کنګلونه د تودوخې پر وړاندې په څومره چټکۍ سره ویلې کېدای شي.