چهارشنبه, فبروري 11, 2026
Homeخبرونهافغانستان او ایران پر میلک بندر دویمه سوداګریزه لار پرانیسته

افغانستان او ایران پر میلک بندر دویمه سوداګریزه لار پرانیسته

تاند (پنجشنبه د مرغومي – جدي ۱۸مه) ایراني چارواکو ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره یې د میلک پر پوله نوې سوداګریزه لار پرانیسته.

دوی زیاتوي چې د دې لارې له امله به یې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دوه برابره او د سوداګرۍ ظرفیت لوړ شي.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي دا خبر خپور کړی دی.

د سفارت پر ایکس‌پاڼه راغلي چې دغه نوې لاره به د میلک زرنج له لارې چې د ایران د سیستان ـ بلوچستان ولایت د افغانستان له نیمروز ولایت سره نښلوي، افغانستان ته د ایراني سون توکو او سوداګریزو صادراتو بهیر ګړندی کړي.

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایراني چارواکو سره د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د دویمې ځمکنۍ لارې د جوړولو هوکړه کړې وه.

ایراني چارواکو ویلي، تمه ده چې دغه پروژه دوه اړخیزه سوداګري زیاته کړي او په وینا یې دغه نوې لاره به په روځ کې د زرو لویو موټرو د تګ راتګ وړتیا ولري.

د میلک بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه یوه ده، چې د سون توکو، خوراکي توکو او ساختماني موادو د وارداتو لپاره مهم رول لري او د افغانستان د وارداتو لپاره مهم سوداګریز بندر بلل کیږي.

چارواکي وایي، دا نوې لاره د ایران او د طالبانو ترمنځ د پراخو اقتصادي هوکړو ملاتړ کوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی او تمه ده چې د پولې هاخوا سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...