تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۸ مه) د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی چې د سپین بولدک په بندر کې یې شاوخوا ۲ زره او ۳۵۰ کارټنه «قاچاقي او بېکیفیته» درمل کشف او سوځولي دي.
طالبان وایي، دا درمل چې له پاکستان څخه راوړل شوي وو، په کندهار ولایت کې د محکمې له حکم وروسته سوځول شوي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ،( د جدي ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغو درملو ډېره برخه د ګمرک کارکوونکو او یوه برخه یې امنیتي ادارو کشف او ضبط کړې وه.
وزارت زیاته کړې چې دا درمل د بېلابېلو ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مهال په ټولو ګمرکونو او لویو لارو کې وارداتي او صادراتي توکي په جدي ډول پلټل او څارل کېږي، او خبرداری ورکړل شوی چې هیچا ته به د قاچاقي توکو د لېږد اجازه ورنه کړل شي.
افغان سرحدي پولیسو په هلمند کې د قوس په ۲۹مه اعلان کړی و چې په یوه اوونۍ کې یې د بهرامچې سرحدي ولسوالۍ له لارې په ۲۳۸ موټرو کې د قاچاقي توکو د داخلېدو مخه نیولې ده.
د سرحدي قومندان په وینا، په دغو موټرو کې بېکیفیته درمل، کیمیاوي سره، تېل، سکاره، مالټې، مڼې، د کب غوښه او شیرني باب بار وو.
راپورونه ښيي چې د لارو تر تړل کېدو وروسته، افغانستان په وروستیو میاشتو کې د ارزانه او بې کیفیته درملو له کمښت سره مخامخ شوی دی. د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر تېره میاشت د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې د پاکستان د سوداګرۍ بدیلې لارې ولټوي. د
د سوداګرۍ وزیر د همدې لارښوونې له مخې ایران او هند ته سفر وکړ. طالبانو همدارنګه له هند سره د هوايي سوداګرۍ د زیاتېدو او له دغه هېواده د درملو د واردولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو په دواړو هېوادونو کې د ځینو توکو بیې لوړې کړې دي. تر دې وړاندې هم له پاکستان څخه افغانستان ته د خوړو د قاچاق راپورونه خپاره شوي وو.
باید وسوزول سي دغه درمل نه دي دغه زهر دي سي دجال تور پنجاب یې افغانستان ته رالیږي 👍