تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۸ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له «جیو نیوز» سره په خبرو کې، د افغانستان او هند یادونه وکړه او ویې ویل چې د دغه هېواد پوځ د کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې هممهاله مقابلې ته بشپړ چمتووالی لري او خپله پوځي وړتیا یې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې له جګړې وروسته ثابته کړې ده.
پاکستان پر کابل او پکتیکا لومړۍ هوايي حمله وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر وکړ.
خواجه اصف زیاته کړه چې د کابل له حکومت او تحریک طالبان پاکستان (TTP) څخه د اسلاماباد اندېښنه او بېباوري له هند سره د هغوی د نژدې اړیکو له امله زیاته شوې ده، او د دغو ډلو فعالیتونه، په ځانګړي ډول د باج اخیستنې او ناقانونه عاید ترلاسه کولو له لارې په خیبرپښتونخوا ایالت کې، د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.
د پاکستان دفاع وزیر د خیبرپښتونخوا پر ایالتي حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې TTP ته د داسې فعالیتونو اجازه ورکول «د ملي امنیت پر وړاندې بېپروايي» ده او امنیتي وضعیت یې ډېر پېچلی کړی دی.
آصف ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د مې له جګړې وروسته د پاکستان د پوځ پر ځان باور زیات شوی او له دغه هېواده د وسلو د پېرلو غوښتنې هم په چټک ډول لوړې شوې دي.
د خواجه اصف په وینا: «که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، امکان لري چې پاکستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې نور د نړیوال وجهي صندوق (IMF) مرستو ته اړتیا و نه لري.»
هغه دا هم ادعا وکړه چې تېر کال له هند سره د شخړې پر مهال د ډیلي چارواکو د ملاتړ لپاره امریکا او چین ته مراجعه کړې وه، خو پاکستان کلک ځواب ورکړی و او خبرداری یې ورکړی و: «که هند بیا یرغلیز اقدام وکړي، موږ به هم په هماغه ډول ځواب ورکړو.»
د پاکستان د دفاع وزیر وویل چې د ۲۰۲۵ کال د مې له جګړې وروسته د هند پر ځان باور کمزوری شوی او د پاکستان د پوځ جنګي توان په نړیواله کچه منل شوی دی.
د پاکستان او هند ترمنځ تېر کال جګړه د «پهلګام» له برید وروسته پیل شوه، چې د هند د جمو او کشمیر کې پر سیلانیانو ترسره شوی و. ډیلي ادعا کړې وه چې دا برید د پاکستاني ترهګرو له خوا شوی، خو اسلاماباد دا تور رد کړ او د بېطرفه پلټنو غوښتنه یې وکړه.
د راپورونو له مخې، په دې نښته کې پاکستان وتوانېد څو هندي جنګي الوتکې او لسګونه بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړي، او له ۸۷ ساعتونو وروسته د امریکا په منځګړیتوب دواړه هېوادونه اوربند ته ورسېدل.
هند وروسته له دې اوربند ته غاړه کېښوده چې پاکستان د امریکا باندنیو چارو وزیر ته ټېلفون وکړ چې که هند پر پاکستان هوايي بریدونه ونه دروي، دا هیواد به له اتومي وسلې کار واخلي. هند په دې لنډه جګړه کې د پاکستان ټول مهم ښارونه او حتي د کهوټې د اتومي تاسیساتو شاوخوا غونډۍ بمباري کړې.
غاپه لکه سپئ سوډره تاسي خو تر نعمت خوړلو مخکې شکر یستل. تاسي فکر کول سي طالب واک ته ورسیدل بس هر ځه به زموږ په لاس کې وي. یو څو ورځي مو تور کرغیړن سفیر په کابل کې په دفترو ګرزیدل.د تاسي پردي خیرات په ګڼډه کې وهلی پیاز یې در خوړین کړ. تاسي ته د هر افغان اوسیدونکي زړه داسي سور ده لکه د فلسطینیانو لعنتي یهودو ته. که وخت راغی دغه افغان نسل به ستاسي اورتې په غنیمت راولي. افغانان که کمزوری وي لیږ به سر ټیټ کړي مګر کله یې سي لاس بر سو له هره غلیمه خپل غچ اخلي.