عبدالوحید وحيد
په اوسني بدلېدونکي سیمهییز چاپېریال کې هغه تګلاره چې پخوا یې اسلاماباد ته وړتیا ورکوله چې په افغانستان کې په رامنځته کيدونکو پرمختګونو باندې اغېز ولري، نور هغه پایلې نشي رامنځته کولای چې د ترلاسه کولو لپاره یې دغه تګلاره جوړه شوي وه. رامنځته شوي بدلونونه د افغانستان د کورنیو تحولاتو، د پاکستان خپلو ګڼ اړخيزو ستونځو، د ورځ تربلې زياتيدونکي رقابتي سیمهییز نظم د رامنځته کېدو او د نفوذ د وسیلې په توګه د نیابتي تګلارو د اغېز د کمېدو له امله په تدریجي ډول رامنځته شوی دی.
اسلاماباد له څو لسيزو راپدېخوا له جغرافیایي نږدېوالي، استخباراتي شبکو، له ځینو افغان ډلو سره له اړیکو، په سوداګریزو او ترانزیټي لارو باندې کنټرول، په دغه هېواد کې د میلیونونو افغان کډوالو له شتون او له مهمو نړیوالو هېوادونو سره له همغږي څخه د نفوذ د وسیلو په توګه ګټه پورته کړې ده. د پاکستان دغه برلاسى په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي، خو په اغېزمنتیا کې يې د پام وړ کموالى راغلى دى. افغانستان د بهرني سیاسي فشار پر وړاندې له پخوا څخه زيات مقاومت پیدا کړی، بدیلې سیمهییزې اړیکې او اقتصادي لارې يې په تدریجي ډول پراخې کړې دي.
پاکستان په پرلهپسې ډول د تحریک طالبان پاکستان موضوع د خپلې مهمې امنیتي اندېښنې په توګه مطرح کړې او له افغانستان څخه داسې غوښتنې کوي چې په خپل وخت کې پاکستان هم د افغانستان لخوا د ورته غوښتنو په وړاندي مثبت غبرګون نه دى ښودلى. پوښتنه دا ده چې ایا له کابل څخه مطرح شوې غوښتنې د خپلواک افغانستان ستراتیژیکو اړتياو او عسکري وړتیاو ته په کتو، له عيني واقعيتونو سره سمون خوري، او ایا اسلاماباد دافغانستان د هوايي حريم په ماتولو او د دغه هیواد په خاوره باندې د بمبارد کولو په پايله کې مطلوب نتائج ترلاسه کړي دي که نه؟
په TTP باندې د زيات فوځي فشار له رامنځته کولو سره سره په پاکستان کې ياده ډله پياوړي بريدونه کوي تاوتریخوالی دوام لري او داسې روښانه شواهد نه لیدل کېږي چې د پاکستان په امنیتي وضعیت کې دې اوږدمهاله او څرګند ښهوالی راغلی وي. برعکس، دغې تګلارې له زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د کمزوري کېدو، د متقابلو تورونو او غبرګونونو د زياتيدو پايلې درلودلې دي.
تاریخي تجربه په دې برخه کې مهم ورتهوالی وړاندې کوي. د لسیزو په اوږدو کې، پرلهپسې افغان حکومتونو له پاکستان څخه امنیتي غوښتنې کولې چې هغه ګواښونه له منځه یوسي چې د هغوى په باور د پاکستان له خاورې څخه ورته متوجه دي. دغه غوښتنې، نه په داسې بڼه پوره شوې چې د افغانستان باور يې ترلاسه کړى وي او نه هم د پاکستان غبرګونونو په افغانستان کې مثبته پایله رامنځته کړه. پر ځای یې، ستونځې د بېباوري، تقابل او بېثباتي تکراري بهير رامنځته کيدو لامل شوې دي.
پاکستان، چې له افغانستان څخه د پام وړ لوی او مجهز پوځ، پراخې استخباراتي وړتیاوې او ډېرې پیاوړې دولتي ادارې لري، تر اوسه نه دی توانېدلی چې د TTP ګواښ په اوږدمهاله توګه له منځه یوسي. بنأً د کابل نوي واکمنان، چې له پام وړ کمو سرچينو، کمزورو دولتي بنسټونو او په عین وخت کې له سختو اقتصادي، سیاسي او اداري محدودیتونو او بنديزونو سره مخ دي، څنګه کولای شي چې له تمې سره سم دومره ژوره او پېچلې امنیتي ستونځه په بشپړه توګه حل کړي؟
د تېرو لسیزو تجربه ښيي چې وسلهوالو ډلو ته یوازې د یوې عادي امنیتي ستونځې په توګه کتل بسنه نه کوي. د هغوی دوام د سیاسي، ټولنیزو، ایډیالوژیکي او سیمهییزو عواملو له ګډ تعامل څخه سرچینه اخلي. TTP هم هېڅکله یوازې د افغانستان پر خاوره پورې محدوده پدیده نه وه؛ د دغې ډلې تاریخ او عملیاتي چاپېریال او ريښې په پاکستان کې دننه تحولاتو سره تړاو لري. بنأً دا تمه چې په کابل کې ناست حکومت دې د یوه اړخیز اقدام له لارې دغه ستونځه حل کړي، د پاکستان لخوا په خپلو ستراتیژیکو نيمګړتياو او ځمکنيو واقعیتونو باندي سترګې پټول او ناشونى کار دى.
له ۲۰۲۱ کال وروسته د پاکستان لخوا له افغانستان سره د تقابل له تګلارې څخه داسې ښکاري چې دغه د افغان حکومت د وړتیا په اړه ناسم اټکل کړی دى، یا یې هم په عمدي ډول د افغانستان سياستونه له خپلو غوښتنو سره د سمولو لپاره په کابل باندې د فشار زیاتولو ناسنجول شوې تګلاره غوره کړې ده خو پایله یې د لا زیاتې بېباوري، د اړيکو ترینګلتیا او تقابل رامنځته کېدل شو.
هوايي بریدونه، د ډیورنډ په کرښه باندي د دروازو تړل، د سوداګري ګډوډول او د زور له لارې د افغان کډوالو را ايستلو په افغانستان باندې د پام وړ اقتصادي او بشري فشارونه رامنځته کړي دي، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د بهرني فشار پر وړاندې د مقاومت کچه لوړه کړې، د بدیلو لارو د لټون اړتیا یې پیاوړې کړې او افغانستان یې هڅولی چې خپلې سوداګریزې او ترانزیټي لارې متنوعې کړي. اوس يقيناً ويلاى شو؛ هغه تګلاره چې پاکستان له خوا د نفوذ د زیاتولو لپاره تعقیبوله، په ډېرو مواردو کې یې معکوسې پايلې درلودلې دي او د پاکستان دودیز نفوذ يې هم تقريباً لهمنځه وړى دى.
افغانستان خپلې سوداګریزې او ترانزیټي لارې متنوعې کړې او په پاکستان لارو باندې یې د خپلو اړتیاوو پوره کولو تکيه راکمه کړې ده، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سوداګري په برخه کې تکراري ځنډونو او محدودیتونو پاکستاني سوداګرو او د سیمې ولسونو ته هم د پام وړ اقتصادي زیانونه اړولي دي. اوس داسې ښکاري چې پاکستان به اوس يا هم څه وخت وروسته مجبور وي چې د ياد هیواد لخوا د تړل شويو لارو د پرانستلو په موخه له افغانستان سره د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کي هوکړې ته ورسېږي.
له دې څخه ورهاخوا سیمهییز چاپېریال هم بدل شوی دی. چین، روسیه، ایران، د منځنۍ اسیا جمهوریتونه، د خلیج هېوادونه او هند، هر یو د خپلو ځانګړو ستراتیژیکو موخو او ګټو له مخې، له افغانستان سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي دي. دغه حالت په رقابتي توګه داسې سیمهییز چاپېریال رامنځته کړی چې افغانستان ته یې د خپلو بهرنیو اړیکو د متنوع کولو پراخ فرصتونه برابر کړي دي. له همدې امله، د پاکستان په ګډون هېڅ ګاونډی هېواد اوس نشي کولای چې د افغانستان پر ستراتیژیکو پرېکړو باندي دومره اغېز ولري لکه په تېرو وختونو کې چې یې درلوده.
د پاکستان کورنيو ستونځو هم د دغه هېواد د بهرنۍ ستراتیژي د دوام وړتیا ننګوى. سیاسي بېثباتي، اقتصادي ترينګلتياوې او اوږدمهالې امنیتي ستونځې، په ځانګړې توګه د TTP او بلوڅو له وسلهوالو خوځښتونو سره تړلی تاوتریخوالی، په زیاتېدونکي ډول مالي لګښتونه لوړوي او اقتصادي ستونځه زياتوي. دغه ستونځې په سيمه کې د پاکستان نفوذ له منځه نه وړي، خو ددغه هېواد ستراتیژیک انعطاف ګواښي او له افغانستان سره اوږدمهاله تقابل ورته ګران تماموي.
شک نشته چې جغرافیه، متقابل اقتصادي تړاو، ټولنیزې اړیکې، کلتوري مشترکات او امنیتي اندېښنې به افغانستان او پاکستان په راتلونکي کې هم د یو بل په ستراتیژیک چاپېریال باندي اغېز ولري. البته اساسي پوښتنه دا ده چې هغه دودیزې لارې په ځانګړي ډول نيابتي جګړه چې اسلاماباد پرې په افغانستان کې د نفوذ د اعمال هڅه کوله، په اوسنیو شرایطو کې اغېزمنې دي؟ تاريخ، سيمه ييز حالات او معاصر سياستونه له دواړو هېوادونو څخه د تقابل پرځاى د سيالو او خپلواکو ګاونډيانو په توګه نيغ په نيغه خبرې اترې، متقابلې ژمنې، د کډوالو د راستنولو منظم مدیریت، پراخه اقتصادي همکاری، سیمهییز اتصال او اوږدمهاله دیپلوماتیک تعامل غوښتنه کوي. اوږدمهاله ثبات به هغه مهال رامنځته کېږي چې پکې تعامل د تقابل په سياست باندې ګټور وګڼل شي.