Homeخبرونهبه بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ په نښته کې ۴ کسان...

به بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول 

تاند (چهارشنبه د اسد/زمري ۲۱مه) په بغلان کې سیمه ییز مسوولان وایي چې، د دې ولایت په «تاله‌ و برفک» ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله څلور کسان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.

ځایي امنیتي مسوولانو زیاته کړې چې دا وسله‌واله نښته په «دیوالک» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د کښت اوبو پر سر رامنځته شوې ده.

سرچینه وایي چې، د دې پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مسوولانو په وینا، په دې پېښه کې ښکېل کسان له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې یې پیل شوې دي.

د دې خونړۍ پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې د میراث حق، کښت اوبو، څړځایونو او نورو مواردو په خاطر وخت ناوخت دا ډول خونړۍ پېښې رامنځته کېږي چې یو ستر لامل یې هم ناسم‌پوهاوی بلل کېږي.

کارپوهان وایي، په هېواد کې دا ډول پېښې د اوږدمهاله دښمنیو لامل هم کېږي او چې څومره اوږدېږي، هومره د ځوانانو د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي.

دوی ټینګار کوي چې امنیتي مسوولان باید د دا ډول پېښو پر وړاندې جدي وي او ژر حل لار ورته وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...