Homeخبرونهد ایران د کرنې وزیر کابل ته راغلی

د ایران د کرنې وزیر کابل ته راغلی

تاند ( چهارشنبه د اسد/زمري ۲۱مه) په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه هېواد د کرنې وزیر غلام‌رضا نوري قزلجه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د ایران سفارت نن چهارشنبه، د زمري ۲۱مه، په اېکس کې لیکلي چې د ایران پلاوی د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د لیدنې او د کرنې او مالدارۍ د لومړني نړیوال نندارتون د لیدنې په موخه کابل ته راغلی دی.

د کرنې او مالدارۍ پنځه‌ورځنی نړیوال نندارتون تېره ورځ په کابل کې پرانیستل شو.

د دې نندارتون په ترڅ کې د ایران محصولات په څه باندې ۳۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

اقتصاد پوهان د ایران د کرنې وزیر سفر افغانستان ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.

دوی وایي، افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او له ګاونډیو هېوادونو سره د تجربو او ټکنالوژۍ شریکول کولی شي د دې سکټور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

له بلې خوا، د نړیوال کرنیز نندارتون جوړېدل کولی شي افغان او بهرني سوداګر، تولیدوونکي او پانګه‌وال سره نږدې کړي.

د کارپوهانو په باورکه دا ډول نندارتونونه په دوامداره توګه تنظیم او عملي همکاریو ته زمینه برابره شي، د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې، صادراتو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره به مثبتې پایلې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...