Homeخبرونهرونالډو بالاخره له جورجینا رودریګز سره واده وکړ

رونالډو بالاخره له جورجینا رودریګز سره واده وکړ

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د فوټبال مشهور ستوري کریستیانو رونالډو له خپلې اوږدې مودې ملګرې، ماډلې او د ټولنیزې رسنۍ له فعالې جورجینا رودریګز سره په پرتګال کې په یو لړ مراسمو کې واده وکړ.

پرتګالي لوبغاړي په خپل انسټاګرام کې یو عکس خپور کړی چې پکې دوه لاسونه ښکاري؛ داسې اټکل کېږي چې یو یې د رونالډو او بل یې د هغه د مېرمنې لاس دی، او د دواړو د لاسونو په ګوتو کې د واده چلې دي.

پرتګالي رسنیو دا د «کال واده» بللی او ویلي یې دي چې دې جوړې د اګست په ۱۱مه لیزبون ښار ته څېرمه په کاشکایش (Cascais) ساحلي ښار کې واده وکړ. د راپورونو له مخې، د دوی پنځو ماشومانو هم په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د رونالډو د انسټاګرام پوسټ له خپرېدو یوازې ۳۰ دقیقې وروسته له درې میلیونو څخه زیاتو کسانو خوښ کړی و.

رونالډو او جورجینا له شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې یوځای دي. دوی هغه مهال سره ولیدل چې جورجینا په مادرید کې د Gucci په یوه پلورنځي کې کار کاوه او رونالډو د هسپانیا د ریال مادرید لوبډلې لپاره لوبېده.

دوی د تېر کال د اګست په ۱۱مه خپله کوژده هم اعلان کړې وه. هغه مهال جورجینا د خپلې سترې کوژدې ګوتې عکس خپور کړی و او په هسپانوي ژبه یې لیکلي وو: «هو، زه منم؛ په دې ژوند او په ټولو راتلونکو ژوندونو کې.»

رونالډو د فوټبال په خپل اوږد مسلک کې نژدې ۱۰۰۰ ګولونه وهلي دي. هغه د لیزبون له سپورتینګ، مانچسټر یونایټډ، ریال مادرید، یوونتوس، د سعودي عربستان النصر او د پرتګال له ملي لوبډلې سره لوبېدلی دی.

نوموړي په دې وروستیو کې په خپل شپږم نړیوال جام کې هم ګډون وکړ. په دې سره هغه د نارینه‌وو د نړیوال جام په پایلوبو کې د تر ټولو ډېرو ګډونونو ریکارډ له ارجنټایني ستوري لیونل میسي سره شریکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...