Homeمقالېاسلامجمعه مبارک شه| وطنمل

جمعه مبارک شه| وطنمل

‏په {اړه د دعا او قرآني استنباط بیان}
‏ځیني ملګري او دیني عالمان له دې جملې سره مخالفت کوي چې خلک یو بل ته وايي: «جمعه مبارک شه.» زما په اند، په دې مسئله کې باید د عبادت، سنت او ټولنیزې دعا ترمنځ روښانه توپیر وشي.

‏د جمعې ورځ د اسلام له نظره ځانګړی فضیلت لري او د دې ورځې فضیلت په نبوي احادیثو کې ثابت دی. خو «جمعه مبارک شه» په خپله نه یو مستقل عبادت دی، نه واجب شرعي حکم او نه داسې سنت چي د رسول الله ﷺ له لوري دې په همدې الفاظو امر شوی وي؛ بلکې یوه دعایي او ټولنیزه جمله ده، چې مسلمان پکې خپل بل مسلمان ته د خیر، برکت او نېکمرغۍ دعا کوي.

‏بلکې د مسلمان لپاره د خپلو مؤمنو وروڼو او خویندو لپاره دعا کول د قرآن کریم له لارښوونو څخه دي. الله تعالی د مؤمنانو هغه صفت ستايي چې وايي:

‏﴿رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ﴾

‏یعنې: «اې زموږ ربه! موږ او زموږ هغه مؤمن وروڼه وبخښه چې له موږ څخه په ایمان کې مخکې شوي دي.»
‏(الحشر: ۱۰)

‏د دې آیت له مفهومه څرګندېږي چې مؤمن یوازي د خپل ځان لپاره نه، بلکې د مخکینیو مؤمنانو لپاره هم د خیر او مغفرت دعا کوي. د همدې آیت په پای کښي الله تعالی د راتلونکو مؤمنانو د زړونو یوه مهمه ځانګړنه هم بیانوي، چې د خپلو مؤمنو وروڼو په اړه له کینې او بدګومانۍ څخه پاک وي.

‏نو د اسلامي روح له مخي ، د مؤمنانو لپاره دعا کول یوازي د یوې ځانګړې زمانې یا نسل پوري محدود نه دي؛ بلکې انسان باید د خپلو مخکینیو مؤمنانو، معاصرو مسلمانانو او راتلونکو مؤمنو نسلونو لپاره د خیر، رحمت، برکت او هدایت دعا وکړي.

‏له همدې امله، که یو مسلمان د جمعې په مناسبت بل مسلمان ته ووايي: «جمعه مبارک شه» او مقصد یې دا وي چې الله تعالی دې دا مبارکه ورځ درته د خیر، رحمت او برکت سبب وګرځوي، نو دا د یوې نېکې دعا او ټولنیزې هیلې په معنا ده؛ نه دا چې نوموړی یې د رسول الله ﷺ ثابت سنت یا د دین لازمي شعار ګڼي.

‏نو د دې جملې په اړه د «بدعت» حکم ورکول، یوازې هغه وخت د بحث وړ کېدای شي چې څوک یې د ثابت شرعي عبادت یا لازم سنت په توګه معرفي کړي. خو که مقصد یې یوازې دعا، نیکه هیله او د جمعې د فضیلت په مناسبت د خیر غوښتل وي، نو باید د عرفي دعا او شرعي عبادت ترمنځ توپیر وشي.

‏دین موږ د خیر دعا کولو ته هڅوي؛ قرآن کریم د مخکینیو مؤمنانو لپاره دعا راښيي، او د مسلمانانو ترمنځ د خیر، برکت او رحمت غوښتل د اسلامي اخلاقو له روح سره سم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...