تاند ( چهارشنبه د اسد/زمري ۲۱مه) افغان کرکټ بورډ د هند په ډهلي ښار کې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې سپتمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د هند په ډهلي ښار کې دوام ومومي.
افغان کرکټ بورډ وایي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ شل اوریزه لوبه د سپتمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه ترسره شي، چې دویمه او دریمه شل اوریزه لوبه به په ترتیب سره د روانې میاشتې په ۱۵مه او ۱۷مه نېټه د ډهلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
کرکټ بورډ زیاتوي چې، دا لوبلړۍ د افغانستان د راتلونکو سفرونو د پروګرام برخه ده چې، په هند کې به ترسره کېږي.
هند هغه هېواد دی چې افغانستان کرکټ بورډ پکې په تېرو لسو کلونو کې په خپل کوربه توب بېلابېلې نړیوالې سیالۍ ترسره کړې دي.
افغانستان له دې وړاندې د روان کال په جون میاشت کې هم د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ په موخه هند ته سفر کړی و.
دغه راز افغان اتلانو د ۲۰۲۴م کال په جنوري میاشت کې هم په هند کې د هند پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې وې، خو دا به لومړی ځل وي چې افغانستان کرکټ بورډ د یوې بشپړې دوه اړخیزې لوبلړۍ لپاره د هندۍ لوبډلې کوربه توب کوي.
افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال له آیرلنډ سره د ۵ یو ورځینو لوبو په لوبلړۍ بوخته ده چې، دوه لوبې یې لا کړي او دواړه یې ګټلې دي.
نن چهارشنبه د ماسپښین ۲ بجې به درېیمه لوبه هم ترسره شي.