تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن له آیرلنډ سره په څلورمه یو ورځینۍ مسابقه کې د ۹ لوبغاړو د بایللو په وړاندې په خپلو ۵ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۳۴۴ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان د پیل دوو لوبغاړو ابراهیم ځدراڼ او صدیق الله اتل سلیزې وکړې. خو رحمان الله ګوربز نسبتاً ژر وسوځېد.
ابراهیم ځدراڼ په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ او صدیق الله اتل په ۱۲۰ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې.
د افغانستان نورو لوبغاړو غوښتل چې هدف لوړ کړي نو یې تېز بیټنګ وکړ له همدې کبله ژر ژر وسوځېدل. دروېش رسولي ۲۴، عظمت الله عمرزي ۱۵ او راشد خان ۱۱ منډې وکړې.
د دواړو ټیمونو لومړۍ مسابقه د باران د اورېدو له کبله لغوه شوه، دوهمه سیالي افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر وګټله. په درېیمه سیالي کې هم افغانستان په ۳ ویکټونو آیرلنډ ته ماتې ورکړه.