پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهم.م. وايي، ښايي د افغانستان د زلزله ځپلو او قربانیانو شمېر سلګونو...

م.م. وايي، ښايي د افغانستان د زلزله ځپلو او قربانیانو شمېر سلګونو زرو ته ورسیږي

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د وروستي ۶ ریښتري زلزلې د قربانیانو او زیانمنو شویو کسانو شمېر کېدای شي “سلګونه زره تنو” ته ورسېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، دې  زلزلې تر دووه زره د زیاتو کسانو ژوند اخیستی او لږ تر لږه درې زره یې ټپیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لوړپوړي همغږوونکي، ایندریکا راتواته، یوروپا ټایمز ته ویلي: “په ډېرو زیانمن شویو سیمو کې کورونه له خټو او لرګیو څخه جوړ شوي وو او کله چې دیوالونه نړېږي، بام پر خلکو لوېږي او هغوی یا خفه کوي او یا یې لاندې ښخوي.”

هغه زیاته کړه چې امکان لري ډېر کسان لا هم تر نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې وي.

د هغه په وینا، سلګونه زره کسان د کورونو د ورانېدو، د مالدارۍ د له منځه تلو او د عاید د سرچینو د له منځه تلو له امله زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په خبره، د ځمکې ښوېدنې او د ډبرو د غورځېدو له امله چې د زلزلې په نتیجه کې رامنځته شول، د غرنيو سیمو لارې بندې شوې او پر وخت د مرستندویانو د رسېدو په لارو کې خنډونه پېښ شول.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تر اوسه د بیړنۍ ارزونې ۲۰ډلې او ۱۵ ګرځنده ټیمونه زیانمن شویو سیمو ته لېږل شوي، او د کابل او جلال‌اباد ترمنځ بشري الوتنې د مرستندویانو او تجهیزاتو د لېږد لپاره زیاتې شوې دي.

خو په ځینو زیانمن شویو سیمو کې د مخابراتي شبکو پرې کېدل او د هیلیکپټرو په لېږد کې ستونزې د جدي اندېښنې وړ دي.

راتواته خبرداری ورکړی چې د مړو انسانانو او تلف شویو څارويو ښخونه باید ژر تر ژره وشي څو د ککړو اوبو له امله د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د هغو کورنیو لپاره چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د رواني او ټولنیز ملاتړ برابرول خورا مهم دي.

د افغانستان د سره میاشت ټولنې ویلي چې مرستندویان کله کله اړ کېږي څلور – پنځه ساعته پلي مزل وکړي څو لرې پرتو کلیو ته ورسېږي او بیا ټپیان ښار ته انتقال کړي.

په ورته وخت کې دوه سیمه‌ییز روغتونونه له سختې ګڼې ګوڼې سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) مشرې، ایمي مارتین، ویلي چې د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره بېړنۍ سرپناه، کمپلو او ګرمو خوړو ته خورا عاجله اړتیا ده.

هغې زیاته کړه: “که څه هم ګرځنده طبي ډلې لېږل شوي دي، خو د ټپونو د بیړنۍ درملنې او لومړنیو طبي مرستو په وړاندې کولو کې جدي کموالی شته.”

دغه ناورین په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان لا هم له ژورو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مخامخ دی. د هېواد نیمايي وګړي، نژدې ۲۲.۵ میلیونه، بشري مرستو ته اړ دي او د مرستو د بودجې د کمښت له امله د خدمتونو وړاندې کولو سلګونه مرکزونه تړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویاند، بابر بلوچ، خبرداری ورکړی چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه د ۲.۴ میلیون مهاجرو ستنېدا د سیمې پر ټولنو فشار لا زیات ډېر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې ډېری ستانه شوي کسان هماغو سیمو ته ستنیږي چې اوس د زلزلې له امله سختې ویجاړې شوي دي.

راتواته ویلي: “موږ د افغانستان د ګڼو بشري بحرانونو په وړاندې د ځواب ویلو له پلوه د ماتې پر څنډه ولاړ یو.”

هغه یادونه وکړه چې د ۲۰۲۵ لپاره د افغانستان د بیړنیو مرستو د ۲.۴ میلیارده ډالرو د پلان یوازې ۲۸ سلنه تمویل شوې، “حال دا چې دغه هېواد اوس د موجوده بحرانونو تر څنګ له یوې فوق‌العاده وضعې سره مخامخ دی.”

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...