تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي غواړي چې د اکتوبر په میاشت کې کابل ته سفر وکړي څو له خپلې خاورې د ایستل کېدونکو افغان پناه غوښتونکو د الوتنو د تنظیم په اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د جرمني رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا لومړی ځل دی چې برلین په ښکاره ډول د افغانستان په خاوره کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو یادونه کوي، څو د کډوالو د ایستلو پروسه عملي کړي.
د “بیلد” ورځپاڼې د راپور پر اساس، د دغو خبرو اصلي هدف دا دی چې د “مجرمانو او د امنیت ګواښونکو کسانو” د بېرته ستنولو لپاره منظمې الوتنې پیل شي.
تر دې وړاندې یوازې په ځانګړو الوتنو کې او د درېیم هېواد په منځګړیتوب په جرمونو محکوم شوي افغان پناه غوښتونکي افغانېستان ته استول کېدل.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریندت، بیلد ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي دي: “افغانستان ته باید په منظم ډول مجرمان واستول شي. له همدې امله موږ اوس په کابل کې مستقیمې خبرې کوو څو مجرمان او ګواښونکي په راتلونکي کې پرله پسې وشړل شي.”
په وروستي وار د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې په یوه الوتکه کې ۸۱ افغان پناهغوښتونکي، چې ډېری یې په درنو جرمونو محکوم شوي وو، د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه افغانستان ته واستول شول.
تر دې وړاندې دوه ورته الوتنې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوې وې.
لا هم روښانه نه ده چې طالبان به د مهاجرو د منلو په بدل کې له برلین څخه کوم امتیازونه وغواړي.
دوبریندت همدارنګه ټینګار کړی چې د شړلو پروګرام به یوازې په افغانستان پورې محدود نه وي، بلکې سوریه هم رانغاړي.
هغه ویلي چې هڅه کوي له دمشق سره موافقې ته ورسېږي څو په لومړي پړاو کې مجرمان او وروسته هغه کسان چې د استوګنې حق نه لري، بېرته دې هېواد ته واستول شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر په عین حال کې پر دې هم ټینګار کړی چې باید د هغو مهاجرو ترمنځ توپیر وشي چې په جرمني کې “ښه مدغم شوي او کار کوي” او هغو کسانو ترمنځ چې “بې له دې چې د پناه حق ولري، یوازې له ټولنیزو مرستو څخه ګټه اخلي.”