جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو ۶ کمپونه بند...

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو ۶ کمپونه بند کړي

تاند (یکشنبه، د تلې/میزان ۶ مه) پاکستان پرېکړه کړې چې په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې د افغان کډوالو ۱۶ کمپونه وتړي، ځکه چې د کډوالو ستنېدا دوام لري.

ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې مرکزي حکومت تېره میاشت ایالتونو ته خبر ورکړی و چې تر ۱.۳ میلیونه د زیاتو افغان کډوالو، چې د ثبت ثبوت (PoR) کارتونه لري، رسمي ستنېدا او ایستل به د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه پیل شي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت د جولای پر ۳۱ اعلان وکړ چې د PoR کارت لرونکي به — چې په پاکستان کې پرته له ویزې د قانوني استوګنې وروستۍ ډله وه— د جون تر ۳۰ وروسته د کارتونو د پای ته رسېدو وروسته غیرقانوني اوسېدونکي وبلل شول.

د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر ۲۵ نېټه د قبایلي چارو وزارت (Safron) له خوا ورکړل شوي خبرتیا لیکونه ښيي چې تړل شوي کمپونه د خیبر پښتونخوا په هریپور، چترال او بر دیر په ولسوالیو کې، په بلوچستان کې د چاغي، لورالایي، قلعه سیف الله، پښین او کوټې، او په پنجاب کې د میانوالی په سیمه کې موقعیت لري.

کله چې د دغو کمپونو د تړلو په اړه د افغان کډوالو له کمېشنر څخه نظر وپوښتل شو، هغه ځواب ورنه کړ.

د هریپور د پنیان کمپ استازی حاجي عبدالصمد، وویل چې سیمه ییزو چارواکو ورته ویلي چې د حکومت د تګلارې له مخې باید کمپ خالي کړي. هغه زیاته کړه چې تر اوسه په دغه کمپ نه کومه چاپه اچول شوې، نه نیونې شوي او نه هم فشار راوړل شوی.

د هریپور په پنیان کمپ کې شاوخوا ۱۳ زره کورنۍ او تر ۹۰ زرو څخه زیات کډوال اوسي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین خان ګنډاپور، څو ځله څرګنده کړې چې د ده حکومت به کډوال په زور ستانه نه کړي.

د Safron وزارت په خبرتیا لیکونو کې راغلي چې د تړل شوو سیمو ټولې ځمکې به اړوندو ایالتي حکومتونو او ولسوالانو ته وسپارل شي. همداراز، د دغو کمپونو ټول غیر منقوله شتمني به هم ایالتونو ته انتقال شي.

ډېری کمپونه د ۱۹۸۰مو په لومړیو کې جوړ شوي وو، کله چې افغانان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته پاکستان ته کډه شول.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ اندېښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پاکستان د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا کمېشنري ټینګار کوي چې د کډوالو ستنېدنه باید په خپله خوښه، تدریجي، په امن او له درناوي ډکه وي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ  ویاند، قیصر خان افریدي، وویل: “ډېری اغېزمن کسان هغه افغان کډوال دي چې کلونه کلونه یې په دغو کمپونو کې ژوند کړی او اوس ډېر خپه دي چې دا بدلون به د دوی پر ژوند څه اغېز وکړي.”

هغه زیاته کړه: “په ځانګړي ډول، هغه کسان چې نړیوالې ساتنې ته اړتیا لري او بشري ستونزې لري، باید په زور ونه ایستل شي.»

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د امنیتي اندېښنو او له طالبانو حکومت سره د ترینګلتیا له امله د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړه. د پاکستان دلیل دا دی چې جګړه په افغانستان کې ختمه شوې او کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

خو کډوال د ترانسپورټ د نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي د کورنيو د سامان د لېږد لپاره د موټرو موندل ستونزمن شوي.

د میانوالی د کمپ یو استازی، ګدا علي خان ځدراڼ، وویل چې کډوال د ترانسپورټ په موندلو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د کرایې بیه هم له ۳ لکه روپیو څخه تر ۶ لکو روپیو پورې لوړه شوې ده.

د UNHCR د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ د جون تر ۳۰ نېټې پورې په پاکستان کې له ۱.۳ میلیونه زیات افغانان اوسېدل. له دغو څخه تر نیمایي زیات (۷۱۷,۹۴۵) په خیبر پښتونخوا، ۳۲۶,۵۸۴ په بلوچستان، ۱۹۵,۱۸۸ په پنجاب، ۷۵,۵۱۰ په سند، او ۴۳,۱۵۴ په اسلام‌اباد کې مېشت و

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

1 COMMENT

  1. dear afghans comeback to afghanistan,
    start agrecalture/keep chickens other animals
    we have good country nice peoples.
    fuck punjaabistan
    ZENDAH BAAAD AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب