تاند(یکشنبه. د تلې/میزان ۶مه) یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه۳ درجې و، تېره شپه د کابل په وخت د شپې په ۱۲ بجې او ۲۲ دقیقې د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول.
د دې زلزلې، چې د افغانستان په زلزله ځيلو سیمو کې وشوه، مرکز د کونړ په ګاونډي ولایت نورستان کې و.
د جرمني د زلزله پېژندنې اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د مځکې له سطحې ۶۶ کیلومتره لاندې و.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د دې زلزلې مرکز د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ کې و چې نورستان او کونړ ته څېرمه سیمه ده.
تمه ده چې د زلزلې له کبله د سرومال تاوانونه نه وي اوښتي.