یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینماشمالي کوریا د (دي انټرویو) فلم په کتلو د وژنې امر ورکړی...

شمالي کوریا د (دي انټرویو) فلم په کتلو د وژنې امر ورکړی دی

دي انټرویو فلم چې په انټرنېټ کې خپور شوی دی او په آنلاین توګه یې تر اوسه ۳۱ مېلیونه ډالر ګټلي دي.

د شمالي کوریا چارواکو خپلو امنیتي ځواکونو ته د هغو کسانو د وژنې امر کړی دی، چې د دي انټرویو فلم ګوري.

دغه فلم د سوني پکچرز په نوم فلمي کمپنۍ چې مرکز یې په امریکا کې دی، جوړ کړی دی او د دغې کمپنۍ په فلمونو کې یې یو نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د فلم په خپرولو شمالي کوریا ناراضه ده.

په دغه فلم کې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اېن وژل په داستاني او خیالي ډول طرحه شوي دي او د د دغه هېواد پر ضد یو فلم دی؛ ځکه شمالي کوریا د یاد فلم په لیدلو بندیز لګولی او په کتلو یې د وژنې امر صادر کړی دی.

دغه فلم یوازې په لسو ورځو کې د انټرنېټ له لارې ۳۱ مېلیونه ډالر ګټلي دي.

تر اوسه دغه فلم په انټرنېټ کې څلورنیم مېلیونه خلکو لیدلی دی.

دغه فلم به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په شپږمه نېټه په برېتانیا او آیرلېنډ کې په سېنېماګانو کې وښودل شي.

امریکایي استخباراتي چارواکي وایي، چې تېر کال د دغه فلم د جوړوونکې کمپنۍ سوني پکچرز وېبپاڼه د شمالي کوریا له لوري هېک شوې وه، چې وروسته بېرته جوړه کړل شوه.

دغه فلم د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۵ نېټه چې د کرېسمېس لومړۍ ورځ وه، په انټرنېټ کې خپور شو.

یاد فلم اوس په انټرنېټ کې په بېلابېلو وېبپاڼو کې خپور شوی دی او خلک کولای شي، چې په یوټیوب او ځینو نورو وېبپاڼو کې یې وګوري.

زاهدالله ځلاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب