Homeخبرونهپه ۶ ولايتونو او سالنګونو کې د واورې او باران وړاندوينه شوې

په ۶ ولايتونو او سالنګونو کې د واورې او باران وړاندوينه شوې

تاند:( جمعه، د قوس اتلسمه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۶ ولایتونو او سالنګونو کې د واورې او باران د‌ ورښت وړاندوينه کړې ده.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا ورښتونه په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، بلخ او سمنګان ولايتونو کې سالنګونو کې اټکل شوي دي.

د وړاندوينې له مخې، دا بارانونه له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو او د واورې وریدو وړاندوینه له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوي دي.

په دې موسم کې هر کال افغانستان د ورښتونو او لار بندیدو شاهد وي، چې خلکو ته ګڼې ستونزې ولاړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...