جمعه, مې 3, 2024
Home+ د یو جلاد قصه یا د انسان وژنی ننداره    

 د یو جلاد قصه یا د انسان وژنی ننداره    

زيړګل

وائی څو لسیزی مخکی سعودی عرب کې به د هری جمعی د لمونځ نه وروسته څو تنه مجرمین چې اکثرأ بی د وژنې ،زنا ، غلا او مخدره توکو د قاچاق په تور د محکمی لخواه مجرم بلل شوي ول قصاص کیده و رسمي جلاد به چې د کلونو په تیریدو سره په خپل دندی کې ډیر ماهر شوی وو ، د خپل تیرې توری په واسطه به د سترګو په رب کې د هر مجرم سر له تنه پری کړل، وائي جلاد هره جمعه په وژلو دومره روغده شوی وو چې په کومه جمعه به مجرمین د قصاص او وژلو لپاره موجود نه وو نو جلاد به سرسامه دیخواه او هاخواه سرګردانه ګرځیده او د چا خبره ځمکه به ورته ځای نه ورکاوه، ترڅو چارواکي د جلاد په ستونزی او مرض پوه شول او د هغه د تسکین لپاره یی کومه جمعه کې چې به مجرمین نه وو ، چارواکو به لس دولس پسه او اوزان له بازاره پیروده او هغه بی د ښار د باندی یوی دښتې او بیدیا ته وړل او جلاد به بیا له خپل توری سره دښتی ته راغی او د پسونو منځ کی به ور ګډ شو ، ښي او چپ خواته بی توره وهل او د توری په واسطه بی د پسونو او اوزانو سرونه له تنه جدا او پدی کار سره بی خپل د وژنی تلوسه خړوبوه، د دی کار وروسته به د جلاد زړه ارام او تسکین شو.

نننۍ ارواء پوهنه ثابته کړی چې که یو څوک هر کار یوویشت ورځی سر ته ورسوي نو زیاد شونی ده چې په هغه کار باندی روغده شي.

زموږ په ټولنه کې خلک یوازی په مخدره توکو او سګرټو روغدکسان پیژني حال دا چی په هر شي کې د روغدیدو خطر شته، جنسي اړیکو نه نیولی بیا تر غلا انسان وژنې او د نورو له شکنجې او ځورونو نه خوند اخستل دا ټول هغه کارونه دي چې هغه باندی د روغدیدو امکان هر وخت وجود لري.

زموږ په هیواد کې له بده مرغه په هره دوره کی یو شمیر کسان په وژلو او نورو انسانانو په ځورولو او شکنجو روغدی ول د دغو روغدو ډلو او کسانو لخواه پدی څلورو لسیزو کې سل هاو زره انسانان د خدای تعالا د ورکړ شوی ژوند نه بی برخی شوي، له بده مرغه د دی کسانو له جملی څخه یو محاګمه شوی نه ده، په وژلو روغدکسان که موږ ووایو او یا ددی حقیقت نه سترګې پټی کړو زموږ په ټولنی له پخوا نه شتون لري.

د ثور د کودتا نه وروسته د ډله ایزو وژنو او پلیګونونو کې د ژوندي انسانانو د ښخولو او بیا وروسته د تنظیمی جګړو په دوره کې د کابل د اویا زره انسانانو وژل بی له شکه دا ټولی وژنی او بربادۍ د همداسی په وژنو روغدو او سادیستو کسانو لخواه سرته رسیدلي دي.

په بین المللی ځواکونو کی هم د داسی روغدو کسانو پر شتون باید سترګې پټی نشي امریکائی او استرالیائی پوځی چارواکي اوس پخپله اعتراف کوي چې د هغوd ځواکونه په افغانستان کې بی ګناه انسانان وژلي او پدی ورستیو ورځو کې هغو نظامیانو سره د قانونی چلند او د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو خبرونه په همدی څو ورځو کې رسنیو کې خپاره شوي دي.

حقیقت دا ده چې په طالبانو کې هم په وژنو د روغدو کسانو شمیر لږ نده، طالبانو واک ته تر رسیدو مخکې به هره ورځ عمومی لارو او سړکونو کې د ماینونو په ایښودلو، انتحاری حملو ، هدفي وژنو او جمهوری نظام عسکرو سره په مخامخ جګړو کې په سل هاو نظامی او ملکي انسانان وژل ، په اجتماعي رسنیو کې داسی ویدګانی اوس هم شته چې کله به طالب جنګیالي دولتی مامورین او افسران په لویو لارو کې اسیر کړل ،اسیر شوي کسان بی د شکنجو او ځورولو وروسته همالته صحرائي محاکمه کړل او خدای تعالا ورکړل شوي ژوند بې ورنه واخستل طبعي خبره ده هغوي چې شل کاله هره ورځ د انسانانو په وژلو او شکنجو روغده شوي وي تر ډیرو کلونو به په همدی مرض هماغسی روغده پاتی وي.دوي رواني درملنی ته اړتیا لري.

پدی وروستیو ورځو کې رسنیو کې داسی خبر خپور شوی چې طالبانو د تاجمیر په نامه یو مجرم فراه ولایت کې قصاص کړی، که دلته هم د طالبانو قضاوت او عدالت لکه نورو برخو د بیلګی په توګه د نجونو د تعلیم په برخه یا دولتی پوستو کې د مسلکي اشخاصو د ګمارلو په برخه کې چې افغان ولس او حتی ټوله نړۍ دا کار بی انصافی او د عدالت تر پښو کول بولي مګر طالب مشرانو له نظره بیا دا کار انصاف او عدالت ده که تاحمیر سره هم همداسی عدالت شوی وي نو د دی هیواد او خلکو عاقبت دې په خیر وي

مګر دلته بیا د ټولو نه عجیبه خبره دا ده چې د تاجمیر نومې د قصاص او وژنی د لیدو لپاره یو شمیر طالب چارواکي له کابله فراه ولایت ته سفر کړي تر څو تاجمیر باندی د ډزو صحنه په خپلو سترګو وګوري، د داسی یوه زړه بوګنونکی صحنی لیدل چې د دی لیکنی د لیکونکي په شمول ښائي ډیر انسانان یی د لیدو توان او تحمل ونلري (حتی که تاجمیر سره عدالت هم شوی وي) نو دا چې يو شمیر طالب چارواکي په الوتکی کې چې د دی بی وزلي هیواد بیت المال ته په سلګونه زره افغانۍ تمامیږي د داسی صحنی لیدو لپاره فراه ولایت ته سفر کوي، هغه هم یوازی پدی خاطر چې د یو انسان وژنه په خپلو سترګو وګوري ، یو لویه ډله طالب چارواکي پر یو انسان باندی د ډزو ننداری لپاره دومره اوږد سفر کوي، ګواکی دا هیواد بله کومه ستونزه نلري دا حالت ماته د هغه سعودی جلاد قصه رایادوي .والسلام

4 COMMENTS

  1. وحید
    ډیره دردوونکی ده:
    ټولو نه عجیبه خبره دا ده چې د تاجمیر نومې د قصاص او وژنی د لیدو لپاره یو شمیر طالب چارواکي له کابله فراه ولایت ته سفر کړي تر څو تاجمیر باندی د ډزو صحنه په خپلو سترګو وګوري، د داسی یوه زړه بوګنونکی صحنی لیدل چې د دی لیکنی د لیکونکي په شمول ښائي ډیر انسانان یی د لیدو توان او تحمل ونلري (حتی که تاجمیر سره عدالت هم شوی وي) نو دا چې يو شمیر طالب چارواکي په الوتکی کې چې د دی بی وزلي هیواد بیت المال ته په سلګونه زره افغانۍ تمامیږي د داسی صحنی لیدو لپاره فراه ولایت ته سفر کوي، هغه هم یوازی پدی خاطر چې د یو انسان وژنه په خپلو سترګو وګوري ، یو لویه ډله طالب چارواکي پر یو انسان باندی د ډزو ننداری لپاره دومره اوږد سفر کوي، ګواکی دا هیواد بله کومه ستونزه نلري دا حالت ماته د هغه سعودی جلاد قصه رایادوي

  2. وحید صیب مننه ، خو خوښ به شم چې د لوستونکو نظر او آند هم د لیکنی په هکله ولولم.
    ټولی نړۍ کې خلک حتی د انسان وژنی انځور او ویدو نشي لیدلی او رسنۍ زړه بوګنونکي انځورونه یا هیڅ نه خپروي او یا که خپور یی هم کړي مخکی له مخکی لیدونکو ته د زړه دردونکي انځور یا ویدو خبرداری ورکوي. مګر د طالبانو یوه لویه ډله خپل ټول ورځني کارونه او دندی یی کابل کې پریښوده ترڅو د فراه ولایت په ورزشي سټډیوم کی د تاجمیر وژنه او سا ورکول په خپلو سترګو وویني، او د هغه د ننداری نه خوند واخلي.
    آیا تاسو د دوي او د هغه سعودي په وژلو روغد سړي تر منځ څه توپیر وینۍ ؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب