پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپاکستان او ایران په یوه ورځ ۱۷۰۰ افغان کورنۍ له خپلو خاورو...

پاکستان او ایران په یوه ورځ ۱۷۰۰ افغان کورنۍ له خپلو خاورو وایستلې

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲ مه) د افغانستان د کډوالو د ستونزو د هواري کمیسیون خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱،۶۹۳ افغان کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د دې کمیسیون د دارالانشاء د خبرپاڼې له مخې، یوازې د هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې ۹۱۸ کورنۍ (۲،۶۲۸ تنه) هیواد ته راستنې شوي چې له دې جملې ۴۰۸ کورنیو ته د ۳،۲ میلیون افغانیو مرستې ورکړل شوې دي.

همداراز د نیمروز ولایت د میلک له پولې څخه ۱۴۱ کورنۍ (۶۲۰ تنه) بېرته راستنې شوې چې له دوی څخه ۱۳۳ کورنیو ته ۱،۳۴ میلیون افغانۍ ورکړل شوې دي. په همدې ځای کې ۷۵۳ نور مسافر هم افغانستان ته اوښتي دي.

په ننګرهار ولایت کې د تورخم له لارې بیا ۵۴۱ کورنۍ (۲،۹۰۵ تنه) ستنې شوي دي. د هغوی له ډلې ۳۷۳ کورنۍ (۲،۰۵۸ تنه) خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورتي لګښت په نوم یې ۱،۲۶ میلیون افغانۍ ترلاسه کړې. همدارنګه ۳۲۱ کورنیو ته ۲،۶ میلیون افغانۍ مرسته ورکړل شوې ده.

د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې بیا ۹۳ کورنۍ (۴۹۳ تنه) راستنې شوې چې له ثبت وروسته ورته ټولټال ۷۶۲ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. د هغوی له ډلې ۷۲ کورنۍ (۵۲۷ تنه) خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورتي مرستې په نوم یې ۳۸۶،۷۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.

له بلې خوا، د کابل له لارې هم ۳۳۵ کورنۍ (۱،۷۰۰ تنه) نورو ولایتونو ته انتقال شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...