پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+زما خبرې/ شاه زلمی

زما خبرې/ شاه زلمی

١: حالات مې مکمله حافظه پوروړي دي.

نېټه: ٢٠٢٢ د جون ٣مه
                                        ***
٢: زما په سر کې یوه پوښتنه وه، هیچا یې ځواب رانکړ. یوې پوښتنې لسګونه نورې پوښتنې راپیدا کړې، له لسګونو په زرګونو جوړې شوې. اوس خو بالکل ناشوني ده چې ځواب ترلاسه کړم.
نېټه: ٢٠٢٢ د جون ١١مه
                                           ***
٣: چا رانه د رنګارنګ ارمانونو خزانه غلا کړه. د هر ارمان غمی یې د بې قدره سوداګرو په بازار کې دومره ارزانه وپلوره، چې د هر ارمان وجود له ډېره درده ټوټې ټوټې شو.
نېټه: ٢٠٢٢ د جون ١٣مه
                                   ***
٤: زه کرۍ ورځ په تمه وم چې یو څو ټکي پیغام به راولیږې، خو ته لکه خالي قلم زما د يادښت په کتابچه کې هېڅ ونه لیکل. دا ورځ هم سپینه پاڼه پاتې شوه.
نېټه: ٢٠٢٢ د جون ١٦مه
                                    ***
٥: ښې اړیکې ژوند اسانوي او یوبل ته د ښې راتلونکي هیله ورکوي.
نېټه: ٢٠٢٢ د جون ١٧مه
                                   ***
٦: د ګلونو له غونچو، د خوشبویۍ له وږمو او د خمارونو له خوندونو یې ستا وجود جوړ کړ او ستا نوم یې پرې کېښود.
نېټه: ٢٠٢٢ د جون ١٨مه
                                  ***
٧: ځینې ښیګڼې د تل لپاره د انسان په زړه کې ځای نیسي، او ځینې بدګڼې دایمي د انسان روح ټپي کوي.
نېټه: ٢٠٢٢ د جون ١٩مه
                                    ***
٨: کله چې ویره خپره شي، هرڅوک هڅه کوي چې سولییز او ارام چاپیریال ته پناه یوسي.
نېټه: ٢٠٢٢ د جون ٢١مه
                                ***
٩: هېڅوک زما ترڅنګ نشته چې د مینې سره مې پر سینه کیږدي. چا ویلي وو چې د نړۍ نفوس پر ډیریدو دی؟
نېټه: ٢٠٢٣ د جنوري ٩مه
                                     ***
١٠: چې مېرمنې دې پر سینه سر ایښی وي، مشره لور دې ناول لولي، زوی دې د ښوونځي مهالویش ګوري، کمکۍ لور دې پخپله ډايري کې د مور او پلار نومونه لیکي، همدې ته له مینې ډکه کورنۍ وایي.
نېټه: ٢٠٢٣ د جنوري ١٠مه
                                   ***
١١: یوازیتوب تر دې حده رسولی یم، چې کله پر ځان شک وکړم: دا دویم کس څوک دی چې ما پسې روان دی؟
نېټه: ٢٠٢٥ د اګست ٢٠مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...