Homeخبرونهد کندهار په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې د تاریخي سیکو د...

د کندهار په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې د تاریخي سیکو د قاچاق مخه ونیول شوه

تاند (شنبه، د سنبلې لومړۍ) په کندهار کې طالب چارواکي وايي چې سرحدي پولیسو د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر له لارې بهر ته د ۱۳۹ تاریخي سکو د قاچاق هڅه شنډه کړه.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څاپند، باختر آژانس ته ویلي چې دا سکې د شاه امان الله خان او شاه ظاهر شاه په دورو پورې تړاو لري.

مقاماتو ویلي یو افغان تبعه هڅه کوله دا سکې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته ولېږدوي.

د ریاست د معلوماتو له مخې، دا سکې به لومړی پاکې او ورغول شي او بیا به د کندهار په موزیم کې د نندارې لپاره کېښودل شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...