پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامنیت شورا د داعش او القاعده د بندیزونو لیست تازه کړ

امنیت شورا د داعش او القاعده د بندیزونو لیست تازه کړ

تاند (شنبه، د سنبلې لومړۍ) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش او القاعدې د بندیزونو کمېټې د ۲۰۲۵ د اګست پر ۲۲مه د بندیز لیست تازه کړی دی. په دې لیست کې هغه کسان شامل دي چې د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز پرې لګېدلی.

په تازه بدلونونو کې څو نومونه له تعدیلاتو سره بیا ثبت شوي دي:

  • ابراهیم علي ابو بکر تنتوش د لیبیا تابعیت لري، له القاعده او نورو ډلو سره تړاو لري، په انټرپول کې یې عکس او ګوتې ثبت دي.
  • الازهر بن خلیفه بن احمد روین د تونس تبعه، د ترهګرې ډلې د غړیتوب له امله په ایټالیا او تونس کې څو ځله بندي شوی.
  • سلیمان جاسم ابو غیث د کویټ تبعه، اوس مهال په امریکا کې بندي دی، له ۲۰۰۱ راهیسې یې د کویت تابعیت لغوه شوی.
  • ډاکټر شفی سلطان محمد العجمي د کویت تبعه، د سوریې د النصره جبهې لپاره د پیسو په ټولولو تورن دی، په ۲۰۲۳ کې په کویت کې د عفوي د فرمان له مخې خوشې شو.
  • ګلمرود خالیموف د تاجکستان تبعه، د داعش پوځي کارپوه او جلب کوونکی، د تاجکستان د حکومت تر تعقیب لاندې دی.

دغه لیست د غړو هېوادونو او نړیوالو ادارو د معلوماتو پر بنسټ تل تازه کېږي. د بندیزونو وروستی لیست د ملګرو ملتونو په رسمي وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...